جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نن ماښام له هانګ کانګ سره لوبېږي

اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نن ماښام له هانګ کانګ سره لوبېږي

تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه) د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، لومړۍ لوبه به د کابل پر وخت د ماښام ۷ نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

دې سیالیو کې به افغانستان دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۶مه له بنګله دېش او د همدې میاشتې په ۱۸مه به درېیمه لوبه له سریلانکا سره وکړي.

د کرکټ آسیا جام سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۸مې نیټې دوام کوي، چې ۸ لوبډلې پکې ګډون کوي.

دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي:

اول ګروپ کې:

هند، پاکستان، عمان، متحده عربي امارات

او دویم ګروپ کې:

افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او هانک کانګ لوبډلې شاملې دي او د هر ګروپ دوې غوره لوبډلې به نیمه پایلوبې ته لاره ومومي.

افغانستان تر دې وړاندې له پاکستان او متحده عرب اماراتو سره درې اړخیزه لوبلړۍ کې په زړه پورې لوبې ترسره کړې.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې مشر روزونکي جوناټن ټراټ د درې اړخیزو سیالیو څخه د لوبډلې د مثبتو لاسته راوړنو او د ۲۰۲۵ کال آسیا جام ته د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي او زیاته کړې ده چې لوبډله بشپړه چمتو ده.

د لوبو مخینه:

تر دې وړاندې افغانستان او هانګ کانګ ۵ لوبې کړي چې درې یې افغانستان او دوه یې هانګ کانګ ګټلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب