دا تاسې یاست چې باید خلکو ته ورزده کړئ له تاسې سره څه ډول چلن ولري.
د شاوخوا خلکو چلند ستاسې په وړاندې څه ډول دی؟ آیا اطرافیان مو له تاسې ناوړه ګټه اخیستوونکي دي؟ آیا انګېرئ د یو خپلواک انسان په توګه له کافي درناوي برخمن نه یاست؟ آیا ملګرو او کورنۍ مو د مشورې له ډلې ایسلي یاست او نظر مو د اهمیت وړ نه بلل کېږي؟ آیا د هغو چارو له ترسراوي ستړي یاست چې په طبیعت مو برابر نه وي مګر د نورو د غوښتنو او تمو په اساس درباندې تحمیلیږي؟
ډاکټر وین دایر وایي: زه ډېری وخت له خپلو مراجعانو دا ډول شکایتونه اورم، او تل یې په دې ځوابوم:
“دا تاسې یاست چې خلکو ته باید په ډاګه کړئ له تاسې سره څنګه برخورد ولري.”
هر کله چې مو باور راغی چې شاوخوا کسان مو په خپل چلند او خبرو له تاسې ناوړه ګټه اخلي، باید له ځانه وپوښتئ: څه سبب شوي چې نورو خلکو ته مو له ځان څخه د سوء استفاده حق ورکړی.
تر هغې چې ځانونه مو د نورو د چلندونو پر وړاندې مسوول و نه ګڼئ، آګاه شئ چې تل به د خلکو د صدمو تر اغېز لاندې یاست او د هغوی له لورې به کنټرول او څارل کېږئ.
مشهور رومي فیلسوف اپیکتتوس وایي: “هغه څوک چې تاسې د یوې لاسي وسیلې په توګه کاروي په حقیقت کې تاسې او ستاسې شخصیت ته سپکاوی نه کوي؛ بلکې دا تاسې یاست چې د نوموړي شخص عمل په خپل ذهن کې سپکاوی انځوروئ. نو دا چې ځینې وختونه له زړه ته رانژدې اشخاصو خوا بدي کېږو ستونزه زموږ د ترسیم شوي تفکر وي، نه د مقابل شخص کړنه.”
په هرصورت، غواړو په ګوته کړو هغه ځور، ناراحتۍ او زیانونه چې د نورو د چلندونو په عکس العمل کې یې څرګندوئ، په اصل کې ستاسې د خپل ناکار برخورد ثمره وي چې ترې خلاصون یوازې د خپلو ویناوو او عملونو دقیقه څېړنه، اصلاح او له نورو سره د تعامل روش بدلول دي.
ګونګ نه پاتې کېدل
لکه څنګه چې مخکې مو وویل، انسان د نورو د چلند په وړاندې د خپل انتظار او منلو وړ حدودو له مخې غبرګون ښيي. که چېرې د ځان څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په وړاندې مقاومت ونه ښایئ، نوموړې کړنه به مو تر نورو د داسې پیغام لېږدوونکي وي چې ګواکې بشپړ راضي یاست د نورو د لاس لوبتوکي واوسئ.
اما، که د خپلو خبرو او کردار له لارې د شاوخوا خلکو ته دا په ډاګه کړئ چې جوګه نه یاست له ځانه ناوړه ګټه اخیستنه وزغمئ او په وړاندې یې ګونګ پاتې شئ نو په خپل مناسب، قاطع او قوي غبرګون به مو مقابل اشخاص له وسلو غورځولي وي او بې مهماتو کړي به مو وي. هر ډول تردید، تزلزل او سطحي مخالفت ستاسې د سلطهپذیر او نا خپلواک شخصیت ښکارندویي کوي معنا دا چې د نورو له خوا د معمولي فشار په پایله کې ورته تابع کېدای شئ.
الفاظ بې پایلې؛ په عمل یې ثابته کړئ
فرناندو رویاس هسپانوي لیکوال کلونه وړاندې ویلي وو: “هېڅ څه په کلمو کې نشئ موندی، یوازې په عمل تکیه وکړئ.”
که مو هڅه دا وي چې د مباحثې او استدلال له لارې د سلطهپالو خلکو ناوړه ګټه اخیستنې ته بندښت ورکړئ پایله به یې یوازې د یو څو لغاتونو او کلماتو تبادله وي.
عمل په دې خاکي مځکه تر ټولو قوي ښوونکی دی. یوه پر ځای کړنه د میلیونونو خبرو ارزښت لري. لکه چې وایي: (دوه سوه کلمې د عمل نیمایي نه دي.)
د ماشومانو لوبې د تسلط او محکومیت له صحنو ډکې وي. که مو فکر کړی وي ځینې وختونه یو زورور ماشوم هڅه کوي په خپل چلند سره خپل نور کوچني ملګري د خپل واک لاندې راولي، خو همدا زورور ماشوم بیا یو وخت د یوه بل کوچني خو قوي ارادې لرونکي ماشوم پر وړاندې بې وسه او مجبورېږي چې شا ته شي او آن دفاعي حالت غوره کړي. همدا دلیل دی چې ستاسې د چلند طرز یوازینی ځواک دی چې نورو ته دا ښيي: “حد دې وپېژنه او زما حق ته درناوی ولره.”
قاطعیت: ځواکمنه وسیله د واک او درناوي لپاره
ډېری خلک په دې آند دي چې قاطع او جدیت لرونکی چلند یعنې تند، غوسه ناک یا خشونت آمېز چلند؛ اما قاطعیت یعنې له خپلو مشروعو حقونو او امتیازاتو دفاع کول او دا ډاډ ترلاسه کول چې هېڅوک درته سپک نظر نشي درلودای. انسان کولای شي پرته له دې چې منفي، جنجالي یا تند طبیعته واوسي په عینِ حال کې یو قاطع شخصیت لرونکی واوسي او خپل حقونه وساتي.
مه هېروئ،
ژوند د سلطې منلو پر بنسټ نه دی ولاړ. دا موږ خپله یو چې د ناپوهۍ، ناسم چلند او له ټولنیزو اصولو څخه په سرغړونې خلک د ځان نه ناوړه استفادې ته هڅوو.
قاطع او هوډمن واوسئ؛ خپل دریځ وپېژنئ او پرې کلک ودرېږئ. اجازه مه ورکوئ چې خلک ستاسې مهرباني د خپل ځان لپاره لاره وګرځوي. اوس یې وخت دی چې د ځان لپاره ودرېږئ او درناوی وغواړئ.