نن شنبه د هالنډ د اتریخ ښار په یوه جومات کې مېشتو افغانانو د مولانا خانزېب او مطیع الله تراب د روحونو د دعا او فاتحې مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې چې ګڼو افغانانو ګډون کړی و، د دواړو مرحومینو پر ژوند، هڅو او یادونو خبرې وشوې.
د افغان ملت ګوند عمومي رئیس ستانه ګل شیرزاد په خپله وینا کې د مولانا خانزېب وژل کېدل د پاکستاني استخباراتي کړیو کار وباله او د مطیع الله تراب ناڅاپي مړینه یې د اندېښنې وړ وبلله، چې په وینا یې یو لړ پوښتنې راپورته کوي.
همداراز، د پیوستون ټولنې مشر خېبر وصال وویل: “موږ نن د دوو سترو انسانانو او زړورو خادمانو یاد تازه کوو. مولانا خانزېب او مطیع الله تراب هر یو زموږ د ټولنې په خپل اړخ کې یو ځلانده ستوری و.”
ګډونوالو په ګډه د دواړو مرحومینو روح ته دعا وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دوی ارمانونه به ژوندی ساتي او د افغان ولس د یووالي او هوساینې لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.
د خدای بښلي مطیع الله تراب دوعاوي (فاتحي) کي افغانا خپله خواخوږي وښوده ښه کار ده ، داچي مطیع الله تراب ناڅاپه مړ شوی نو دا هم اړينه وه اوده چي ښکاره ويل شوي وای او وويل چي علت د مطیع الله تراب د مړينی کومه ناروغي وه د مو ټر ټکر……….او که قتل شوی دی لکه د مولانا ساب خانزېب وژل کېدل چي د پاکستاني استخباراتي کړیو له خوا شوی او په قتل ئي ټول پښتانه خواشيني دي همدارنګه د خدای بښلي مطیع الله تراب ناڅاپه مړينه هم که دکوم استخباراتي کړیو لاس شوی وي په وي ښکاره شوی خدای بښلي مطیع الله تراب پر موږ افغانانو دا حق لري چي د استخباراتي کړی رسوا کړو.