تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۸مه』د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړونو په پروګرام کې ویلي، چې تېر یو کال یې په هېواد کې د ۶۹۵ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو په لګښت ۱ زر ۹۱۶ پروژې عملي کړې دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې دا پروژې یې د کورنیو او بهرنیو موسسو په مرسته پلي کړې دي.
د نظري په خبره، په دې موده کې ۱۴۰ کورنیو او ۶ بهرنیو موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکول شوي، چې له دې سره په هېواد کې د فعاله غیر دولتي موسسو شمېر ۲ زره ۶۴۰ ته رسېدلی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د خپلو یو کلنو لاسته راوړونو په پروګرام کې وویل، چې د صنعتي زونونو د قانون توشیح او له بهره راستانه شویو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو مقرره د طالبانو له خوا تصویب شوې، چې دا د تېر کال له مهمو پرمختګونو څخه شمېرل کېږي.
عزیزي زیاته کړه، چې تېر کال په هېواد کې دننه ۲۷ سوداګریز نندارتونونه جوړ شوي، او افغان تولیدات یې په ۱۷نړیوالو او سیمه ییزو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نوموړي په وینا، دا مهال د افغانستان سوداګري له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو ته پراخه شوې ده.