جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکډوالو د حقونو څارسازمان؛ د افغان کډوالو ایستل دوی د مرګ له...

کډوالو د حقونو څارسازمان؛ د افغان کډوالو ایستل دوی د مرګ له خطر سره مخ کول دي

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۸مه』‏د کډوالو د حقونو څار سازمان په یوه خبرپاڼه کې له جرمني د دوهمې ډلې په توګه د ۸۱ «مجرمو» افغانانو پر ایستلو خواشیني څرګنده کړې.

په خبرپاڼه کې دغه سازمان ویلي، چې د افغانستان روان حالت ته په کتو د افغان کډوالو هېڅ ډول ایستل خوندي نه دي او دا چاره دوی د مرګ له ګواښ سره د مخ کولو په مانا ګڼلې ده.

جرمني پرون جمعه اعلان وکړ، چې د طالبانو حکومت سره یې په همغږۍ د قطر له لارې او د قطر په منځګړتوب له ۲۰۲۱ کال وروسته د ۸۱ مجرمو افغانانو دوهمه ډله افغانستان ته وشړله.

بل لور ته د جرمني او فرانسې په ګډون پنځو نورو اروپايي هېوادونو پرون جمعه پر یو لړ مقرراتو مشوره کړې، چې له مخې یې دا هېوادونه د پناه غوښتنې شرایط سختوي او افغانستان ته د کډوالو ایستلو بهیر بیا پيلوي.

خو د کډوالو د حقونو څار سازمان له جرمني او ټولو اروپايي هېوادونو غوښتي، چې سمدستي د افغان کډوالو ایستل وځنډوي او د جنیوا کنوانسیون او نورو نړیوالو کډوالو قوانینو ته ژمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب