جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد امنیت شورا پریکړه، ایران ته د وروستیو پیښو د سپیناوي لپاره...

د امنیت شورا پریکړه، ایران ته د وروستیو پیښو د سپیناوي لپاره پلاوی استوو

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵مه: افغان حکومت د ملي امنیت شورا دتازه پریکړې له مخې ایران ته یو لوړپوړی پلاوی استوي چې د وروستیو پيښو په شمول په یو لړ مهمو مسایلو به له ایراني چارواکو سره خبرې سپینوي.

د امنیت شورا دا غونډه پرون د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې شوې ده چې د بهرنیو چارو او کډوالو وزارتونو ورته په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستیو پېښو په اړه خپل راپور وړاندې کړ او تر هغه وروسته یې د یادې پېښې پر حقوقي، سیاسي او ټولنیزو اړخونو بحث او خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا غونډې، ایران ته د لوړ پوړي پلاوي د استولو په اړه د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز منظور او ټینګار یې وکړ چې یاد پلاوی دې د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولوسرحدي هوکړه لیکونو اومیکانېزمونو ته په کتو سرحدي موضوعاتو او کډوالو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش پیل او د هغوی د هویت تثبیت ته ډېره پاملرنه وکړي.

ارګ همدا راز د غونډې د جزیاتو په اړه ویلي، د ولسمشر لخوا بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه چې په ایران کې د افغانستان سفارت او له نورو لارو، د افغان کډوالو او نورو موضوعاتو په اړه د پوهاوي په تړاو د کډوالۍ بین المللي سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ سره خپل کار پیل کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغان مسافرو پر ضد د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا دوه بوږنوونکي پيښې ترسره شوې چې دا کار انسان ضد وبلل شو.

یوه پيښه کې ایراني ځواکونو ۵۰ افغان کارګران په هریرود سیند کې خوشې کړل چې یو شمیر یې مړه او یو شمیر نور یې ژوند پاتې شول او ځینې خو لا هم ورک دي.

په یوه بله پيښه کې همدا څو ورځې وړاندې ایران د افغان مسافرو پر یوه موټر ډزې وکړې چې موټر اور واخیست، یو شمیر افغانان شهیدان او ځیني نور سخت وسوځیدل.

د ایران دا کار په نړیواله کچه وغندل شو او د افغانستان حکومت ویلي چې وروستی پلاوی هم په همدې موخه ایران ته لیږي.

له دې پيښو وروسته په افغانستان کې د ایران پر ضد سختې او تودې مظاهرې هم وشوې، بیرغ ته یې اور واچول شو او د ایران دا کار یې غیر بشري وباله.

یو شمیر افغانانو هم پر افغان حکومت نیوکې وکړې چې دوی نه شي کولی په سم ډول د خپلو اتباعو پوښتنه وکړي او دفاع ترې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب