دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهمحمود کرزی: ۲ میلیونه نفوس ته د کابل نوي ښار جوړول مې...

محمود کرزی: ۲ میلیونه نفوس ته د کابل نوي ښار جوړول مې لومړیتوب دی

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵مه: د ښار جوړونې وزارت وایي، غواړي  ۲ میلیونه وګړو لپاره د نوي کابل ښار پروژه بیا له سره ونیسي او کارونه یې چټک شي.

د دې وزارت سرپرست محمود کرزي له خپلو معینانو، د سروې او ښاري پراختیا پروګرام له انجینیرانو سره په کتنه کې په ده سبز ولسوالي کې د نوي کابل ښار جوړولو طرحې په اړه خبرې اترې وکړې.
محمود کرزي ټینګار کړی چې د کابل نوي ښار جوړول یې تر ټولو مهم لومړیتوب دی او تر دې وروسته به ډېری تمرکز په ورته چارو وي.

محمود کرزي یادونه وکړه چې د ولسمشر له لارښوونې سره سم غواړي د کابل نوی ښار په داسې بڼه جوړ کړي چې تر دوه مېلیونه نفوسو ظرفیت ولري.

محمود کرزي له ټولو اړوندو برخو وغوښتل چې د سروې، ډیزاین، ماسټر پلان او تطبیقي چارو لپاره د تجهیزاتو او دغه راز بشري ظرفیتونو په اړه خپل ټول وړاندیزونه شریک کړي، څو دغه چاره په بریالۍ توګه سر ته ورسیږي: ((کابل نوی ښار یوه ډېره لویه اقتصادي او ټولنیزه پروژه ده چې په تطبیق سره به یې ستره پانګه جذب، د ټولنې د هرې طبقې اقتصاد خاوندان به د کور څښتن شي او سربېره پر دې زرګونه خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي.))

بلخوا د ښار جوړونې معین روښان ولسمل وايي، د سیمې کروکي موجوده ده او ترڅنګ یې د هغې سروې نتایج هم وزارت کې شته چې څو کاله مخکې ترسره شوې وهخو په وینا یې چې د سیمې ټوپوګرافي سروې به اوس پیل شي.
کابل نوی ښار ړد حامد کرزي د وخت لویه پروژه وه چې د فساد او د هغه وخت د حکومت د نه مدیریت له کبله له پیل پاتې شوه.

ولسمشر غني د دغه ښار لپاره پلان لري چې ګڼې دولتي ادارې نوي کابل ښار ته انتقال شي او دا ښار په نړیوالو معیارونو جوړ شې.
اوسنی کابل ښار ۶ میلیونه نفوس لري چې د اوبو د زیرمو وچیدو او د کانالیزاسیون له جدي ستونزې سره مخ دی.

3 COMMENTS

  1. افغان باغروره ملت په ستره قربانی د یو ظالم غلام څخه ځانونه خلاص کړل او د همدی خرڅ شوو تش په نامه مجاهدینو او تربیه شوی تش په نامه تکنوراتانو په وسیله باغروره ملت د بل ستر ظالم قدرت منګلو ته ولوید او امریکائي تربیه شوی مافیا ئي د ملت په اوږو سپاره کړل او اوس دوی ئي ټول ملیونران کړ دی دوی پدی ۱۹ کالونو کښي یوازی قصرونه ، مغازی او شهرکونه د ځانو لپاره جوړ کړی دی او اوس بیاداسی د غولیدو تش شعارونه ورکوی او د خپلو غلا ګانو لپاره داسی شعارونه خپوروی چی ددوی چور ته رسمیات ورکړۍ شی اونتیجه کښي ددوی شخصی نور ښارکوټی راپیدا کیدونکی دی !!! دوکتور اشرف غنی یو معامله ګر او د امریکا تام غلام دی او دده شاوخوا هم په اوله دوره کښي او هم اوس د ملت خائنین راچاپیره دی ، نومړی سره د ملت غم نشته او عبث د لیونی په شان چیغی وهی دده مرحوم پلار یو ملی شخصیت وو او هغه دا د درواغو چیغو زوی ئي خپل کور ته نه پریښودو او رابطه ئي ورسره قطع وه !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب