جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوناما: ۴۰۰ افغان دیني علما د کورونا پر ضد مبارزه کې مرستو...

یوناما: ۴۰۰ افغان دیني علما د کورونا پر ضد مبارزه کې مرستو باندې بوخت دي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵مه: په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وایي، د کورونا پر ضد مبارزه کې د دیني علماو رول پیاوړی و او څه باندې ۴۰۰ دیني افغان علماو له حکومت او مرستندویانو سره د پیغامونو په رسولو کې همکاري کړې ده.

په هغې خبر پاڼه کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندویه استازولۍ یا یوناما لخوا خپره شوې ده ویل شوي چې ملګري ملتونه له خپلو همکارانو سره یوځای، په افغانستان کې د مذهبي مشرانو له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د کویډ۱۹ ناروغۍ څخه د ځانونو د خوندي کولو په اړه خلکو ته د دقیقو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره ترسره کوي.

خبر پاڼه زیاتوي چې څه باندې ۴۰۰ دیني عالمانو له حکومت او مرستندویه ادارو سره د هغو پیغامونو د ورکولو او رسولو په برخه کې کار کړی دی، چې خلک څرنګه ځانونه د کورونا له وبايي ناروغۍ څخه خوندي کولی شي؟

ملګري ملتونه هیله کوي تر څو خلک هم په خپلو منځونو کې په دې اړه یو له بل سره مرسته وکړي.

د کورونا پر ضد مبارزه کې دیني او مذهبي راټولیدنژ لا هم د افغانستان په څیر هیوادونو کې یو خنډ دی.

ګڼو دیني عالمانو تر څه مودې پورې کورونا پر غرب او کفري نړۍ الهي عذاب باله او په جماعت له لمانځه بندولو سره یې کلک مخالفت ښوده، خو اوس چې د کورونا رسمي پېښې ۲۴ نیم زره او غیر رسمي یې د دغو ارقامو څو چنده ښودل شوي، ګڼو دیني عالمانو د دغې ناروغۍ پر ضد مبارزه کې مرسته پیل کړې ده چې حکومت یې هم خوشاله کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب