جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: روان وضعیت ته هیله من یوو، حکومت مو ۲ زره نور...

طالبان: روان وضعیت ته هیله من یوو، حکومت مو ۲ زره نور بندیان خوشې کوي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵مه: طالبان وایي، ددوی او امریکا تر منځ شوې توافقنامه که څه هم په پیل کې د ځیني خنډونو ښکار وه، خو اوس په بریاليتوب سره تطبیقېږي او دا ډله روان وضعیت ته هیله منه ده.

طالبانو پر خپله رسمي ویبپاڼه د اونۍ تبصره مې ویلي، له امریکا سره هوکړه یې اوس په بریالیتوب او نورمال ډول عملي کېږي.

د افغان حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه مخامخ مذاکراتو ته زمینه برابروي

طالبانو ویلي، په تیرو څو اونیو کې له داوړو خواو ګڼ شمیر بندیان آزاد شوي دي او مقابل جانب وعده کړې چې په نږدې راتلونکې کې به پاتې دوه زره بندیان هم خوشي کړي.

مطلب کې وړاندې ویلي، وروستۍ پیښې او بریدونه د توافقنامې د تطبیق د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.

ولسمشر غني ژر به دوه زره نور طالبان هم خوشې کړو

د طالبانو په خبره، دوی روان وضعیت مثبت ارزوي او هیله لري، چې راتلونکي پړاوونه به په همداسې بریا ترسره شي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د طالب او دولتي زندانیانو له خلاصون سره په یو وخت د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته هیلې زیاتې شوې دي.

طالبان وايي، د بندیانو د خلاصون د پروسې له بشپړېدو وروسته به خبرې پیل کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب