پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د بندیانو د خلاصون د پروسې له بشپړېدو وروسته به...

طالبان وايي، د بندیانو د خلاصون د پروسې له بشپړېدو وروسته به خبرې پیل کړي

تاند (جمعه، د جوزا ۲۳) طالبان وايي، په میدان وردک او غزني ولایتونو کې یې د افغانستان د دولت ۴۶ بندیان خوشي کړي دي.

طالبانو په عین حال کې د بندیانو خلاصون ښه اقدام بللی او ویلي یې دي چې باید د دوی ۵ زره بندیان هم خوشي کړل شي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین په دې اړه ویلي «د بندیانو د خلاصون جریان یو ښه اقدام دی او موږ د مثبت ګام په توګه ورته کورو خو د دوحې د تړون له مخې باید زموږ ۵ زره بندیان خلاص شي څو د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه مساعده شي.»

ده همداراز ویلي چې طالبان هم د افغانستان د حکومت د بندیانو خلاصون ته ژمن دي خو هر کله چې د طالبانو د ۵ زره بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شوه په یوه اوونۍ کې دننه به بین الافغاني خبرو ته چمتو شي.

طالبانو ویلي چې په تازه خوشي کړیو بندیانو کې یې ۳۰ تنه هغه عسکر دي چې په وروستیو کې یې په غزني ولایت کې نیولي وو.

په همدې حال کې د افغانستان حکومت، چې تر اوسه پورې یې د طالبانو ۳ زره بندیان خوشي کړي، وايي چې د دې ډلې نور بندیان به هم په تدریجي ډول خوشي کړي.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې ژر به د سولې خبرې پیل شي.

صدیق صدیقي دا خبره وروسته له دې وکړه چې د امریکا د سولې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته راغی او په کابل، راولپنډۍ او دوحه کې یې له درو خواوو سره مفصلې خبرې وکړې او د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو رييس کابل ته راغلل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب