پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهچیک جمهوریت کې ۱۴ نور افغان پیلوټان هم له زده کړو فارغ...

چیک جمهوریت کې ۱۴ نور افغان پیلوټان هم له زده کړو فارغ شول

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: څوارلس تنو افغان پیلوټانو چې په سلواکیا جمهوریت کې یې د پيلوټۍ زده کړې کولې نن خپل روزنیز پروګرام بشپړ کړ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

تر دې یوه میاشت وړاندې هم د UH – 60 الوتکو ۱۵ نور افغان پیلوټان په سلواکیا جمهوریت کې د خپلو زده کړو له بشپړولو څخه وروسته هېواد ته ستانه شوي وو.

د پیلوټانو وروستۍ جوپې د اینټري روټري وېنګ ابتدایي کورس بشپړ کړ او هر زده کوونکي لږ تر لږه ۱۵۰ ساعته الوتنې وکړې.

دغه پیلوټان د خپل ابتدایي کورس له تکمیلولو څخه وروسته اوس د MI – 17 په وروستي پلېټ فارم باندې خپلې روزنې ته دوام ورکوي.

په چک جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر شهزاد آریوبي چې د سلواکیا جمهوریت لپاره د افغانستان د غیرمقیم سفیر په توګه کار کوي، د کووېډ – ۱۹ کرونا وایرس د وبا له امله د یوه صوتي پیغام له لارې افغان پیلوټانو ته د هغوی د زده کړو د بشپړولو له امله مبارکي ورکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې.

چک جمهوریت او سلواکیا جمهوریت له نژدې څلورو کالونو راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي مرسته افغان پیلوټانو ته په خپلو هوایي پوهنتونونو کې د تدریس اسانتیاوې برابرې کړي دي او په دې لړ کې یې په لسګونو پيلوټان روزلي چې اوس د افغان هوایي ځواک په لیکو کې خدمتونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب