Homeخبرونهولسمشر غني ژر به دوه زره نور طالبان هم خوشې کړو

ولسمشر غني ژر به دوه زره نور طالبان هم خوشې کړو

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: ولسمشر غني د اتلانتیک شورا انلاین غونډې ته اعلان کړه چې نن شپه به د درې زره طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بشپړه او د طالبانو د ۵ زرو بندیانو له جملې پاتې دوه زره بندیان به هم ډېر ژر خوشي شي.

ولسمشر غني د امریکا دغه څېړنیز بنسټ سره د خپلو خبرو په مهال د پوښتنو په ځواب کې وویل، د طالبانو دوه زره بندیان به ډېر ژر خوشي شي او راتلونکې اوونۍ به حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه مهم اعلان وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د سولې په اړه یې له امریکايي او پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او د پاکستان له لوی درستیز سره د لیدنې په مهال له نوموړي هوکړې ته رسېدلی، چې د دواړه هیوادونو خاورې به د یو بل  په ضد نه کارول کېږي او افغانستان به د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو په مرکز بدلېږي.

دولسمشر غني له قوله، طالبان د افغان ټولنې یو واقعیت دی او د حکومت مذاکراتي ټیم تیار دی له هغوی سره خبرو ته کېني.

نوموړي ددې تر څنګ ادعا وکړه، چې له طالبانو سره په سوله به په افغانستان کې د داعش او القاعدې خطر له منځه ولاړ نشي.

ولسمشر غني داسې مهال د پاتې دوه زره طالب زندانیانو د خلاصون خبر ورکوي چې طالبان وایي، له امریکا سره د کړي توافق له مخې ژمن دي، د خپلو پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته کېني او له افغان جهتونو سره خبرې وکړي.

بل لور ته د ارګ ویاند صدیق صدیقي وایي، د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل د ځای او نېټې په اړه لا پرېکړه نده شوې، خو ولسمشر غني له خلیلزاد سره ورباندې غږېدلی او په دې اړه به نور بحثونه هم کېږي.

ښاغلي صدیقي وویل، د سولې لپاره د حکومت له جدي تعهداتو او اساسي ګامونو څخه یو یې د طالب زندانیانو خلاصون و او په وینا ی‌ چې د طالب زندانیانو د خلاصون هدف دا وو، چې د جګړې د شدت کموالی او نا اعلان شوی اوربند په ځای وساتل شي او مخامخ مذاکراتو ته لاره هواره شي.

تر دې دمه د طالبانو څه کم درې زره زندانیان خلاص شوي او د خلاصېدونکو بندیانو د څار او تائيد په موخه یې يو پلاوی لا هم په کابل کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...