سه شنبه, مې 7, 2024
Homeجنرال وزیريد مسلمانانو د بې اتفاقۍ له لاسه| جنرال دولت وزیري

د مسلمانانو د بې اتفاقۍ له لاسه| جنرال دولت وزیري

د المغرب (مراکش) والي طارق د زیاد زوی له اووه زرو جنګیالیو سره په دوه نویم هجري قمري کال اندلس ( اوسنۍ هسپانیا) ته ولیږل شو. کله چې دی د شمالي افریقا او اندلس ( المغرب او هسپانيا) تر منځ د هغې تنګې ابنا څخه چې اوس د طارق په نامه یادیږي تیر شو.

ده په لومړي سر کې خپلې ټولې کښتۍ ویجاړې کړې. له ده يې د کښتیو د ویجاړولو علت وپوښته، ده وویل: (( فتح یا شهادت )) او زیاته يې کړه:

«دا فکر له سره لرې کړئ چې شاته کښتۍ لرو او بیرته به خپل هیواد ته وتښتو، یا به يې نیسو او یا به مرو.»

همغه و چې د ده دولس زره جنګیالي د دښمن له سلو زرو جنګیالیو سره مخ شول، دښمن ته يې ماته ورکړه او بریا د طارق په برخه شوه. له بریا وروسته يې هلته د اسلامي دولت مرکز د هسپانيا په قرطبه (Córdoba) سیمه کې چې اوس ورته کوردوبا وايي جوړ کړ.

د قرطبه جومات منځ

 د 2008 زیږدیز کال د مۍ پر 26 مه نېټه هلته تللی وم، هغه ښارګوټی مې هم ولید، چې ویجاړ و او هلته مې لوی جومات هم ولید، چې زر ستنې لري او اوس کلیسا ده.

د جومات محراب يې د پخوا په څېر دی او روغ رمټ يې ساتلی دی. د قران کریم ایتونه ورباندې لیکل شوي دي. د پخواني جومات او اوسنۍ کلیسا د لیدلو له پاره د تکت بیه اته یورو وه. وروسته د مسلمانانو د بې اتفاقیو له امله کوردوبا د دوی له لاسه ووته.

کوردوبا له مادرید څخه 400 کیلومتره لیرې ښارګوټی دی. په 2008 زیږدیز کال يې د وګړو شمير د (( 250000 )) تنو په شاوخوا کې و. له ((2000 )) تنو څخه په زیات شمیر يې مسلمانان وو.

پر دې سیمه تر میلاد مخکې د رومیانو حاکمیت وو، تر میلاد وروسته هلته د عیسویانو پاچاهي وه، په 720 زیږدیز کال هلته مسلمانان ورغلل، تر 1592 زیږدیز کاله پورې هلته د مسلمانانو واکمني وه، وروسته عیسویان پرې زور شول او تر اوسه د هغوی واکمني ده.

د کوردوبا لوی جومات چې مسلمانو يې لومړۍ برخه په اتمه، دویمه برخه يې په نهمه او وروستۍ برخه يې په یولسمه زیږدیزه پیړۍ کی جوړه کړې وه، پر 22 زره متره مربع ځمکه جوړ شوی دی.

په 1592زیږدیز کال کله چې هلته عیسویان ورغلل، له جومات څخه يې کلیسا جوړه کړه، اوس هلته په یوه څنډه کې د مسلمانانو لپاره یو جومات جوړ شوی دی، زه ورغلم خو دروازه يې تړلې او ملا يې چیرې لاړ و.

موږ د یوه هیئت په ترکیب کې سفر کړی و

د مۍ پر 27 مه نیټه د مدنیت الظهرا په نامه ښارګوټي ته هم ورغلم، هلته د اسلامي امپراطورۍ مرکز و. د امپراطور لپاره د القصر په نامه یوه ماڼۍ وه او ښار د دریم خلیفه عبدالرحمن الداخل د میرمنې ( الظهرا ) په نامه یادیده. عبدالرحمن الداخل په ۱۷۰ هجري قمري  کال، د اموي دولت بنسټګر و.

دغه ښار په 1000 زیږدیز کال د مسلمانانو له خوا اباد شوی و. دې ښار ګوټي 300 جوماتونه او 700 حمامونه درلودل. ډیر ښکلی او په نقشه جوړ شوی و.

ښار وروسته په جګړو کې د عیسویانو لخوا ویجاړ شو، اوس يې له خاورو را ویستلی دی او د لیدلو له پاره يې تکت دوه یورو و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب