یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدانش: خلک له طالبانو نفرت لري، خو سوله مو بیا هم ښه...

دانش: خلک له طالبانو نفرت لري، خو سوله مو بیا هم ښه پړاو ته رسولې

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: د ولسمشر دویم مرستیال وايي، خلک د طالبانو له تېرې ۵ کلنې واکمنۍ ښه خاطره نه لري او اوس هم طالبانو ته په بده سترګه ګوري.
سرور دانش دا خبرې د افغانستان لپاره د قطر له ځانګړي استازی مطلق بن ماجد القحطاني سره په لیدنه کې کړي دي او د طالبانو دوره یې د تاریخ تر ټولو توره دوره بللې ده.

نوموړي ویلي، که څه هم خلک له طالبانو نفرت کوي خو حکومت بیا هم د سولې لپاره هیڅ ډول هڅې نه دي سپمولي بلکې لوی ګامونه یې په دې برخه کې اخیستي دي: (( اوس د سولې پروسه د نړیوالو همکارانو او دوستانو په ملګرتیا ښه پړاوته رسېدلې ده، چې جګړه به ورسره ختمه شي.))
خو ښاغلی دانش ټینګار کوي چې افغانانو په تېرو ۲۰ کلونوکې له ۲۱ ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې ګڼې لاسته راوړنې هم درلودې چې هیڅکله پرې معاملې ته حاضر نه دي.

په دې لیدنه کې د قطر ځانګړي استازي ډاډ ورکړی چې هېواد یې د سولې لپاره اوسني برابر شوي فرصت لپاره ډېره هڅه کړې او دا لړۍ به لا چټکه وساتي.

ویل کېږي د قطر ځانګړی استازی کابل ته له دې پيغام سره راغلی چې د افغانانو تر منځ مذاکرات هم د دوحې په کوربه توب ترسره شي او په دې اړه یې له حنیف اتمر سره هم خبره شریکه کړې ده، خو افغان حکومت په دې تړاو ملاحظات لري او دریمګړي هېواد لکه انډونیزیا ته د سولې د کوربه توب برخه کې ډېره ترجیح ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب