دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد محمود ایاز شعر د فاروق سرور له انګلیسي ژباړې سره

د محمود ایاز شعر د فاروق سرور له انګلیسي ژباړې سره

” زه كله داسې ومه “

څومره بدل بدل يم

څومره وران شوى يم

زه كله داسې ومه

زه خو تازه وم د سپرلي د تازه ګل په شانې

ښكلې ځواني

رانه په كومه لاره وتښتېده

زما ماضي رانه په كومه لاره وتښتېده

زما څهره خو

مخكښې داسې ګونځې ګونځې نه وه

زه مخكښې داسې نۀ وم

زما په ياد دي چې زلمى ومه زه

مست وم

خود سره لېونى ومه زه

زه د ځوانۍ وږمه وم

د زندګۍ وږمه وم

نن زه هغسې نه يم

دومره  بدل يم

چې خپل ځان هم هډو نه پېژنم

كه دا تصوير زما دى؟

بيا ولي نه شته

په رخسار زما سرخي د انار

كه دا تصوير زما دى؟

په دې كښې

كومه ده زما هغه بدمسته ځواني

په دې كښې چرته دى ژوندون

په دې كښې نه شته مستي

دغه تصوير خو ماته ښكاري

د خزان د زېړې پاڼې په شان

 دا د بل چا تصوير دى

كله زما تصوير دى؟

څه لېونى خو نۀ يم

زه خپل ځان ښه پېژنم

زه هم

شعور لرمه سترګې لرم

ما هم د ځان سره عمرونه تېر كړل

زه كله داسې ومه؟

دا د بل چا تصوير دى

كه دا زما تصوير دى؟

بيا خو ژوندى نه يمه

بيا خو وران شوى يمه

بېخي مات شوى يمه

بېخي لږ پاتې يمه

نور خزان شوى يمه

دغه تصوير زما دى

چې اوس بدل بدل دى

اوس خو قيصه زما د ستړي ژوندون

په ختمېدو ده

او بېخي په اختصار پاتې ده

اوس مي و خپل منزل ته

ملګرو! ډېره لږه لار پاته ده

ګورئ! چې هېر مي نه كړئ

و دې تصوير ته كله كله ګورئ

 ژباړه . فاروق سرور

“Being miserable”

Destroyed and shattered

Is it my face?

Am I changed?

I cannot recognize

Like Fresh Spring Flower

Young and Beautiful

It was me

My real self

My real face

How escaped my youth

Not so wrinkled were my features

I was not like this

I remember when I was young

An excited one

A rebellious and mutinous

Full of Brightness

But now not the same

How change I

I can’t recognize myself

If this picture is mine

Why the redness is missing

From my chick

If this is my picture

Where is the wild youth?

It is lifeless

It has no wildness

I think it is

The yellow leaf on autumn tree

The picture of some other one

It’s not mine

Sometime I ask from myself

Am I crazy?

I know myself

Having the eyes and consciousness

I spend my life

Not so ugly like now

It is the picture of some other one

If it is mine

It means I am not alive

So destroyed

Being broken

My life is not so long

Just like autumn

This is my picture

With horrible modification

The tedious story of my life

Almost reached to the end

Remain short

Near a destination

Sweet comrade’s death murmurs

Please Don’t Forget Me

See towards my picture when possible

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب