چې د زړه تاو د خولې خبره نه کړم څه وکړمه
دا روح مې خلاص د درد له شره نه کړم څه وکړمه
د چیغو زور مې ددې ښار لمن کې نه ځایږي
لار د صحرا چې ځان ته غوره نه کړم څه وکړمه
د لمبو سیند مې د رګونو پر پېچومو خېژي
لار د ساحل چې بې ګودره نه کړم څه وکړمه
زه چې اورونه څښم ساقي خو دوزخي تږی یم
جام چې د ژوند ډک له کوثر نه کړم څه وکړمه
د ژوند پرستو د مذهب دستور همدغه وایي
دا د غم سانده چې سندره نه کړم څه وکړمه
د کابل څړیکي د دردونو بل شریک نه لري
چې غم شریک دې پېښوره نه کړم څه وکړمه
قانع خو تل د زړه تارونه په نغمو اړوي
چې دې ټپه ټپه پر هره نه کړم څه وکړمه
د قانع صاحب لیکنه مې ځکه خوښيږي، چې لوڅه او لغړه وي او حقايق پکې له ورايه بريښي. اوږد ژوند ورته غواړم.
زتده باد
قانع صاحب په عمرا وقلم د برکت شه
دقانع صاب لعل اوگوهر
رښتیا هم چه قانع صیب یو ه ښه او په زړه پورې خنجره او ښکلی قلم لری دده په په شعر او شاعری کی خقیقت له ورایه ښکاری
وایم قانع اکا زر کلن شې