افغانستان او ایران دوه گاونډي اسلامی هیوادونه دي، خو یو یې له امریکا سره تاوده او بل یې ډیر ساړه مناسبات لري، له بلې خوا افغانستان کورنیو جگړو سخت ځپلی، مگر ایران د لومړنیو اړتیا وړ اجناسو، درملو، کرنیزو توکو، تخنیک او گڼ شمیر ضرورتونو له پلوه نسبتاً په خپل ځان متکی دی. همدا اوس گڼ شمیر افغان مهاجر ایران کې دي او ډیر افغانان د بیکارۍ او بیوزلۍ له امله غواړي د ایران له لارې د قاچاقبرو په واسطه اروپایی هیوادو ته ورسیږي. له بلې خوا افغانانو ځینی وخت په بهرنیو هیوادو او له هغې جملې ایران کې داسې تیروتنې کړي چې د هغو هیوادو د قهر لامل گرځیدیلی دی- یعنی د مجبوریت له مخی یی بعضی غیرقانونی حرکات ورڅخه لیدل شوی دی. موږ اوسنیو سختو شرایطو کی په څو جبهو کی نشو جنگیدلای. دولت له یوې خوا خپلو داخلی مخالفینو سره لاس او گریوان دی، دسولی پروسه یی ورسره روانه کړی له بلې خوا یو بل خطرناک تاریخی دښمن چی افغان دولت یی له خوږ گوتې نیولی دی، پاکستان دی، د دی تر څنگ د لویو قدرتونو منطقوی کشمکشونه او رقابتونه هم په همدی نقطه باندی متمرکز دی. افغانستان په ډیر لږ بی سنجشه یا احساساتی عمل او عکس العمل سره ځانته لوی مشکل جوړولای شی. اوسنیو سختو حالاتو کی چی موږ له پاکستان سره د (آغابلی، ټیک هی، جی صاحب، قربان…) په ویلو باید ځان د افراطیونو له شره وزگار کړو، تر هغه وخته موږ ته د چابهار بندر یو ډیر حیاتی ارزښت لری او دغه بندر اوس د ایران په ترحم پورې تړلی، سره له دی چی د دوی هم پکې گټه ده. پاکستان همدا اوس خپل اجناس پر موږ باندی پلوری او خپلو موټرو ته ازادانه اجازه غواړي چی راتیر سی، خو زمو له خوا یو قلم جنس ته هم اجازه نه ورکوی، دوی تل موږ او زموږ سوداګر بد حالت کی تر فشار لاندی نیسی.،دغو ورځو کی نعمان دوست صیب، شاهین افغان، عقیل احمد راسخ، میزراده او یوشمیر نورو لیکوالو په تاند، جرمن افغان، آریانا انلاین او نورو رسینیو کی په ایرن کی دافغان مهاجرو باندی لیکنی کړی او افغانی دیپلوماتانو هغه عالی اقدامات یی ستایلی چی د وروستیو پېښود شهیدانو او ټپیانو پوښتنی ته یی رسیدگی کړی ده. خو له بده مرغه یو شمیر کسانو د افغان دولت سره ددښمنی، د حسد، ایراندوستی، اوبه خړولو، شخصی عقدو او نورو منفی انګیزو له مخی په دغه وطندوستانه اقداماتو سترگی پټې کړی دی. سره له دی چی افغانستان زاهدان کی قونسلگری لری، خو افغان سفیر مجبور شو چی له تهران څخه په ډیره ناوړه اقلیمی شرایطو کی د سلګونو کیلومترو په فاصله په داسی حال کی چی د کرونا سخت خطر هم موجوددی او امکانات او دیپلوماتیکی باریکی هم موجودې دي، د دغې پېښې د وارسی لپاره ورغی. هلته یې مستندات ثبت او د خپل دولت او ولس سره یی شریک کړل. خو په ایران کې یې د دیپلوماسی په ژبه دا ټکی هم یاد کړ چی نباید د دوو ګاونډیو هیوادو ترمنځ روابط خړ پړ شی. په افغانستان کې افغان سفیر تر دې مخکی په ډیرو سختو اقلیمی شرایطو کی چې د چابهار منطقه کی سخت ورښتونه و، شخصاً ورغی او د بندر او انتقالاتو وضعیت یی وکوت، له ایران څخه د راغلو وطنوالو په وینا: دومره افغانان چی اوس خپل سفارت ته په تهران کی ځی او د ستونزو د هواری امکان برابر شوی، پخوا هیڅکله نه و، دا په داسې حال کی چی عمومی وضعیت تر بل هر وخت ستونزمن شوی دی.
په مجموع کې افغان سیاسی څانګی بهرنیو هیوادو کی ګڼ شمیر ستونزو، گڼو تقاضاگانو، دیپلوماتیکی نزاکتونو او ستونزو سره مخامخ دی چې څو علتونه لری:
۱.تقریباً په هغو ټولو هیوادو کی افغان مهاجر دیره دی، کومو کی چی موږ سیاسی نمایندگی (سفارتونه) لرو،
۲.یوشمیر افغانانو بهر کی یو شمیر اشتباهات کړی، چی دهغو هیوادو حکومتونه او خلک یی په غوسه کړی دی،
۳.د افغانانو توقعات ډیر اوچت دی چې پوره کول یی یوڅه ګران یا څه ناڅه د وخت غوښتنه کوی،
۴.د افغانستان دولت په خپلو کورنیو ستونزو کې ډیر بوخت دی،
۵.د بهرنیو چارو وزارت او په هر سفارت کی سلیقوی برخوردونه، د ملی گټو پر ځای ژبنیو، منطقوی او نورو تعصباتو کارونه له ستونزو سره مخامخ کړی او د سیاسی نمایندگیو لومړی شخص ته یی خنډونه جوړ کړی دی،
۶.یو شمیر کارکوونکی چی له پخوا څخه مقرر دی، پوره پوهه نه لری اوس دهغو تبدیلی او اداری اصلاحات راوستل د سیاسی نمانیدگیو لویه ستونزه ده.، سره له دی چې ولسمشر او د بهرنیو چارو وزارت دغو څلورو- پنځو کلونو کی ډیرې هڅې وکړی چی لازم اصلاحات راولی، دافغانستان دولت کوشش کوی چی فرهنگی اشخاص چی سیاسی نزاکتونه ساتلی شی او د افغانستان حیثیت بهر کی او چتولای شی سیاسی نماندگیو ته واستوی خو اصلاحات رواستل تر ټولو سخت کاردی.
امید دی چی له دغو ستونزو سره سره افغانستان وکولای شی له موجوده بد حالت څه بریالی ووځی. دا تر زیات حده په خپله افغانانو پوری اړه لری چی د خپل دولت ملاتړ وکړی او تخریبی فعالیتونه په نطفه کی شنډ کړی.
دافغانانو د ملی یووالی او متحدانه عمل په هیله!