جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه مخامخ مذاکراتو ته زمینه برابروي

د افغان حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه مخامخ مذاکراتو ته زمینه برابروي

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: د ولسمشر غني لخوا په نژدې ورځو کې د دوه زره نورو طالب بندیانو د خوشې کولو له اعلان وروسته، اوس د ملي امنیت شورا وايي، د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه د بین الافغاني مذاکراتو د لارې پر هوارولو بوخت دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، د طالبانو تخنیکي ټیم په کابل کې دی او د بندیانو د خلاصون لړۍ به د ولسمشر له لارښوونې سره سم دوام ومومي.

نوموړی وایي، دا تخنیکي ټیمونه په دې اړه هم کار کوي، تر څو په نتیجه کې تاوتریخوالی راکم شي، مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل شي او افغانان یوې سرتا سري او دایمي سولې ته ورسېږي.

د یادونې ده چې تر اوسه د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتو د پیلېدو وخت او ځای نه دی معلوم شوی، خو ولسمشر غني ویلي، تر یوې اوونۍ به په دې اړه جزئیات په ډاګه کړي.

بل لور ته طالبانو د خپلو ۳ زره بندیانو د خوشې کېدو د اعلان هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د دې بهیر له بشپړېدو یوه اونۍ وروسته به د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیل کړي.

د افغان حکومت او طالبانو د زندانیانو د خوشې کولو بهیر که څه هم اوږد شو، خو روان دی او دواړه خواوې د دغه بهیر بشپړولو ته هیله من ښکاري.

له دې وړاندې دواړو لوريو یو او بل د بندیانو د خوشي په وړاندې خنډ جوړونکي یاد کړي وو، خو په تېر کوچني اختر کې د طالبانو درې ورځني اوربند د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو خوشي کېدو لړۍ چټکه او د افغانانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو پیلېدو ته لار هواره کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب