جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههند نه بیا سلګونه افغان مسافر رارسول کیږي

هند نه بیا سلګونه افغان مسافر رارسول کیږي

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: ټاکل شوې راتلونکي یکشنبه او دوشنبه سلګونه محصلین او نور عام افغانان
چې په هند هیواد کې ایسار دي په دوو نورو الوتنو کې کابل ته را ولېږدول شي.

که څه هم ګڼ یې هیواد ته راستانه شوي خولا هم په هند کې زرګونه افغان محصلین او هلته د درملنې لپاره تللي خلک د کورونا او قرنطین له امله ایسار پاتي دي.

تازه په نوې ډېلي کې د افغانستان سفارت شارژدافیر طاهر قادري رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په راتلونکو دوه الوتنو کې به په زیات شمیر محصلین او هلته بند پاتې مسافر هیواد ته واستول شي.

ښاغلي قادري په دې اړه نور جزئیات نه دې ورکړي چې په څومره شمیر افغانان به هیواد ته ولیږدول شي: ((دوو الوتنو ته مو چې د جون په ۱۴ او ۱۵مو نېټو به د اریانا او کام‌ایر هوايي شرکتونو له‌خوا ترسره شي جواز اخیستی دی له نېکه مرغه ډېر افغانان او زموږ محصلین چې زده‌کړې یې پای ته رسولې دي کولای شي چې په دې الوتنو کې خپل هېواد ته ستانه شي.))

په هند زرګونه افغان محصلین او نور مسافر وروسته له هغه بند پاتې شول چې هندي چارواکو د کورونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره ټولې الوتنې لغو کړې.

بخواد ښاغلي قادري دا هم ویلي چې، تر اوسه په ۲۲ الوتنو کې له شپږ زرو زیات افغانان له هند څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب