جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلوګر کې وسله والو د یو کور ۴ ښځې وژلي او یو...

لوګر کې وسله والو د یو کور ۴ ښځې وژلي او یو هلک یې ژوبل کړی

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: بیګا شپه د لوګر مرکز التمور سیمه کې نامعلومه وسلوالو په یوه کور کې څلور ښځینه په ډزو وژلي او یو هلک یې ژوبل کړی دی.

له لوګر ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې دغه پیښه تیره شپه د مرکز اړوند التمور سیمې د شمشیرخیلو په کلي کې رامنځته شوې ده.

راپور کې راغلي چې څو نامعلومه وسلوال د محمدګل په نوم یو تن کور ته ننوتلي، د هغه میرمن او درې لوڼې یې وژلي او یو زوی یې زخمي کړی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ تاند ته د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې سیمې ته د امنیه قومندانۍ جنایي ټیم د څیړنو لپاره رسیدلی دی او خپلې څیړنې یې پیل کړي دي.

په دې وروستیو کې مرموزو وژنو زور اخیستی او تیره ورځ هم په کابل کې د شیرشاه سوري جومات کې چاودنه وشوه چې د جومات خطیب او څو تنه لمونځ کوونکي پکې و وژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب