جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوسله والو خوست کې د حزب اسلامي مسوول له ۸ کسانو سره...

وسله والو خوست کې د حزب اسلامي مسوول له ۸ کسانو سره وژلی

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: خوست کې د حزب اسلامي غړي عبدالولي اخلاص په ګډون اته تنه وژل شوي.

د خوست ولایت په علیشېرو تریزیو ولسوالۍ کې د حزب اسلامي ګوند د ولایتي مسوول عبدالولي اخلاص په ګډون تیره شپه اته تنه وژل شوي دي.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر له تاند سره په خبرو کې ویلي چې، دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د دې ولایت د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند کلینک ته څېرمه سیمه کې شوې.

ځايي خلکو ویلي چې یاد برید کې د حزب اسلامي د ولایتي مسول عبدالولي اخلاص په شمول اته کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

د سیمې خلکو ویلي چې، نامعلومو وسلوالو لار کې د عبدلوالي او ملګرو لپاره کمین نیولی و.

د حزب اسلامي ګوند مسوولینو تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی

بل لور ته تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې هم د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب