جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ډاکټر نجیب لور د ولسمشر غني څرګندونو غوسه کړې ده

د ډاکټر نجیب لور د ولسمشر غني څرګندونو غوسه کړې ده

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور موسکا نجیب د ولسمشر غني په هغو څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی چې وایي، د ډاکټر نجیب لویه تېروتنه دا وه چې د استعفا اعلان یې وکړ.

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ د اتلانتیک شورا سره په یو‌ ویډیویي ‌کنفرانس کې وپوښتل شو که د سولې لپاره له واکه د هغه لېرې کېدل یو شرط وي، هغه به یې ومني؟

ښاغلي غني وویل، دا یو تکرار شوی فلم دی ځکه د ډاکټر نجیب الله د ژوند تر ټولو ستره تیروتنه هماغه وه چې د استعفا اعلان یې وکړ: (( موږ دغه فلم په خپل ژوند لیدلی. هیله کوو چې له موږ نه د دغه فلم بیاځلي تکرارولو غوښتنه مه کوئ چې موږ پوهیږو انجام یې څه دی.))

خو موسکا نجیب په خپل فیسبوک د ښاغلي غني په دغو څرګندونو انتقاد کړی دی: ((ولسمشر غني، په افغانستان کې جګړه د ۲۰ کلن فلم پروژه نه ده. په هر حال، هر فلم پای لري……. د مرکې په پای کې ستاسو مسکا، ستاسو په څېر د یو رهبر سره ښه نه ښايي. د سولې لپاره د نجیب الله په نیت او ملتپالنې یوازې افغانان پوهیږي….. ))

موسکا نجیب د ډاکټر نجیب لور ده چې عکاسه او د مستندو فلمونو جوړوونکې ده.

د ډاکټر نجیب حکومت او نظام په نویمو کلونو کې له مجاهدینو سره له جګړې وروسته سقوط او ړنګ شو او بیا په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې.

د دغو کورنیو جګړو په ترڅ کې د طالبانو غورځنګ پیدا شو او طالبانو بیا د کابل له نیولو وروسته د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله وواژه.

1 COMMENT

  1. کچیری داکتر نجیب الله یا د هغه مخکینی چارواکی د پاکستان په شان رول لوبولی وای په ښکته پښتونخوا کی هغه ۷ یا ۸ تنظیمی جنګی ډلی پرمختګ نه کاوو مطلب دا چی کله چی امریکا پاکستان وویل چی یا له ترهګرو سره ودریږی یا له امریکا سره نو پاکستان دا ښه وګڼله چی موږ په لاس جوړ شوی طالبان بیرته بیا تنظیم کولی شو مګر له امریکا سره ډغره نشو وهلی نو امریکا ته نظامی آډی ورکړی او د طالبانو نظام ورباندی ړنګ کړ

    کچیری نجیب الله او مخکینو چارواکو روسانو ته اجازه ورکړی وای یعنی له سرحد اخوا یی د حملاتو لپاره ورسره کار کړی وایی نو په پښتونخوا کی به دا ګلبدین او پارلمانی غله نن د افغان ولس وینی نه زبیښلی او پاکستان به دیته مجبور شوی وو چی د هغه وخت له نظامونو او داکتر نجیب الله له حکومت سره نرمی کار اخیستی وای نو د هغه وخت چارواکو روسانو ته اجازه ورکړ له خپل ولس روسان وجنګوی چی اوس زیاتره ولس پدی نظر دی چی پاکستان په شان باید دوی هم روسانو ته اجازه ورکړی وای چی تور اوبو ته یی ځانونه د هوا له لاری رسولی وای

    همدارنګه چی شهید سردارمحمد داود خان ټول عسکر دوری د پاکستان باندی د حملی لپاره وغوښتل نو پاکستان په ویره کی شو او داود خان یی په طیاره کی شاه فیصل مسجد ته بوته او هلته یی لمونځ ادا کړ کچیری یی له همغه شاه فیصل مسجد امر کړی وایی چی زه دلته ناست تاسی ځانونه راورسوی نو دا ۴۰ کاله به دا ولس په وینو کی نه لمبیده او امریکا دلته د روسانو او انګریزانو او چنګزیانو بدتر ظلم ته ملا نه تړله ځکه اوس د هاګ نړیوالی محکی ته اجازه هم نه ورکوی چی د دوی جنګی جرایم وڅیړی یعنی زموږ ولس دومره یو عاجز ولس شو چی هر ظالم یی وژنی د پوښتنی ککری را پکی پیدا نه شوی زموږ جهادی ډلی ټپلی چی تر پرونه یی اسلام په خطر کی لیده مګر نن ددی ولس په وژلو باندی سترګی پټی نیولی ځکه چی د ډالرو جوالونه یی له امریکا او پاکستان او ایران او روسیی او برتانیی سره خوله په خوله نیولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب