جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهد فېسبوک ایموجیانې او د خلکو غلط پوهاوې 

د فېسبوک ایموجیانې او د خلکو غلط پوهاوې 

ندیم شینواری

الله تعلیِ په دنیا کې هر شی د یو خاص مقصد لپاره پېدا کړی دی او د هغه د سمې استفادې لپاره يې خلکو ته ځانګړی علم او پوهه ورکړې ده. مثلاً کولنګ پېدا او خلکو ته د هغه په اړه د کیندلو علم ورکړل شوی دی او یا هم د موبایل ټېلفون (ملفون) د دې لپاره پېدا شوی دی چې خلک اړیکې پرې ټینګې کړي او په همدې ترتیب نور د ژوند ضروري څیزونه پېدا او د کارولو پوهې او علوم يې نورو انسانانو ته ورکړل شوي دي.

خو سره له دې بیا هم ځینې خلک شته چې له شته شیانو څخه مشخصه ګټه نه اخلي؛ دوه خبرې دي؛ یو خو دا چې پرې پوهيږي نه او بل دا چې پوهیږي خو له پوهېدو سره سره ګټه ترې نه اخلي.

یو د پورته مسایلو څخه د فېسبوک Emojies ایموجیانې یا څېرې دي، چې اکثره تازه دمي او لږ با سواده خلک يې لا تر اوسه په سم استعمال نه پوهيږي حال دا چې هره څېره د کارولو  خپل ځانګړی ځای او مفهوم لري. مثلاً

  1.  د Like  یا د خوښې څېره د لاس ساده څېره ده چې اکثره وګړي يې هرې عادي لیکنې او، انځور او یا هم د ويډیو ته ورکوي. د دې د کارولو څخه هدف له مقابل کس سره د رضایت او مقابل لور ته دا روښانه کیږي چې زما پوسټ لیدل شوی دی.

  1. بله څېره د ګلابي زړه یا د (مینې love )  والا ایموجي ده. 

نوموړې څېره هغه وخت کارول کيږي چې کله یو څوک یو څيز ته له زړه څخه پوره مینه او مثبت احساسات اظهاروي؛ ډېرو دلچسپه او زړه راښکونکو شیانو ته لګول کیږي.

دغه Icon د تلقین، فکر ورکولو او د ډاډ په ماناو هم کارول کیږي.

  1. کېر ایموجي

یو نوی پېدا شوی ایموجي چې کېر يې بولي، یوه له مسکا ډکه څېره ده چې یو زړه یې په لاسونو کې تر خپلې سینې پورې جوښت نیولی دی.

 دا څېره د ټولنیزو اړیکو تر ټولو ښایسته پلېټ فارم دی چې د فېسبوک له طرفه د نړیوالې وبا (کرونا وایرس) په جریان کې د احساس، خواخوږۍ او یا هم د غمشریکۍ د ښودولو لپاره دغه ایموجي وړاندې کړ.

د دې څېرې مانا همدري، احساس او یا هم د غمشریکۍ ښودل دي؛ د دې سره یو ځای د فېسبوک له طرفه یو پېغام هم خپور شوی، چې پکې لیکلي دي: 

د بیل اوسېدو با وجود، بیا هم موږ سره یوځای یو.

  1. بل د خندا (Haha) ایموجي دی؛ د ډېرو خندني څيزونو لپاره لږول کیږي. دغه څېره مقابل لور ته دا مانا ورکوي، چې ګوندې مخامخ تا سره د خندا په حال کې یم؛ برابره خبره ده که خندا د شونډو په سر(مسکا) وي او د که د خولې په وازولو سره،  او یا دا چې مزاق( ټوک) کوم.

د ټوکو-ټکالو، مزاحیه ويډيو ګانو او یا هم د خندا وړ انځورونو لپاره کارول کیږي.

  1. بله د ( Wow) حېرانتیا او یا د تعجب ایمجي ده مقابل لورې ته د حېرانتیا، ډېرو تعجبي، جالي او درواغجنو لیکنو، انځورونو، ویډیو ګانو او نور اړوند څیزونو ته لږول کيږي.

  1. د ژړا او خفګان (SAD) څېره ده؛ کله چې پر فېسبوک پاڼه باندې بد خبر او یا هم انځوريز څه شی ولیدل شي نو پر هغوی باندې د ډېر خواشینۍ او درد له وجې دغه ایموجي استعمالیږي. 

د مړو، د زخمیانو انځورونو، د طلاق او نور خفه کوونکو شیانو ته اکثره وخت له همدغه څېرې څخه استفاده کیدای شي.

  1. د غوسې (Anger) څېره
  2. په نوموړي قطار کې اخري څېره د قهر او د غوسې څېره ده، چې موضوعاتو ته قهرجن عکس العمل له امله استفاده کیږي.

خو هغه وخت کارول کیږي، چه کله مقابل لور سره په یوه موضوع کې موافق یاستۍ نه په هغه وخت کې چه کله تاسو خپله په غوسه کې یاست.

د پوهاوي لپاره

لکه مخکې چې یادونه وشوه ډېری وګړي دغه څېرې ګډې وډې، بې مفهومه او کله یې یو د بل پرځای کاروي.

د مثال په ډول: یو کس د مړي او یا د زخمي حالت انځورونه ځړولي( Post) کړي او بل کس ورته ساده د خوښې(Like) او یا د ګلابي زړه ولا څېره کېښوده دا دقیقاً دا مانا ورکوي چې ګنې زه ستا پر غم (خدای مه کړه) د زړه له کومې خوشاله یم؛ حال دا چې دلته باید د ژړا او د خفګان ایموجي له څېرې څخه ګټه پورته شي.

یا یو کس د واده، کوژدنې او یا هم د بلې هرې خوښۍ په اړه پوسټ کړی وي نو ده ته باید د ګلابي زړه او یا هم ساده د لایک څېره وکارول شي.

نو کوښښ باید وشي چې هره څېره په خپل ځای وکارول شي ځکه یو خو به مو د هرې څېرې پخپل ځای حق ادا کړی وي بل دا چې د بې غورۍ نه به مو ځان ساتلی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب