جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت بندیانو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي

افغان حکومت بندیانو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵مه: د هیواد د زندانونو د تنظیم ریاست وایي، په لومړي ځل د څرخي پله زندان کې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ شوې ده.

د زندانونو د چارو د تنظیم د ادارې ویاند فرهاد بایاني وایي، چې دغه پروسه پذون شنبه د امنیت شورا او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په همکارۍ پیل شوه.

بایاني د دغې پروسې اصلي هدف، د زندانیانو د اصلي هویت پیژندنه، عمر معلومول او د هغو زندانیانو دوسیو ته په سمه توګه رسیدګي کول بللي چې تذکرې نه لري.

نوموړي ویلي چې د احصایې او معلوماتو ادارې د مسئولینو ډاډ ورکدی چې هره ورځ به ۳۰۰ نفرو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي.

بیاني زیاته کړې چې زندانیانو ته به فامیلي او انفرادي فورمې ورکوي چې نه تنها دوی بلکې کورنۍ یې هم له الکترونیکي تذکرو څخه برخمنې شي.

د یادې ادارې په قول ویل کیږي چې دامهال به دغه لړۍ یواځې د پلچرخي زندان کې پیلیږي خو په وخت سره دغه پروسه ټولو زندانونو ته غځول کیږي.

الکترونیکي تذکرې چې د جرمونو د کنترول لپاره مهمې بلل کېږي تر اوسه یې په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار کې ویش روان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب