جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه دریو ورځو کې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې پیلیږي

په دریو ورځو کې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې پیلیږي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵مه: د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، په راتلونکو درېیو ورځو کې به دغه هېواد ته نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي.

د هوايي چلن ادارې مشر قاسم وفایي زاده وایي، دغه الوتنې د یوه نوي نړیوال دستورالعمل او د کورونا وېروس مخنیوي په موخه ټولو روغتیایې لارښوونو ته په پام بیرته پیلیږي.

که څه هم دقیقه نیټه یې نه وایي، خو د وفایي زاده په خبره د نوي پرېکړې له مخې به په افغانستان کورني هوايي شرکتونه هم بهر ته خپلې دوې اړخیزې الوتنې له سره پیل کړي.

د کورونا وېروس له خپرېدو او قرنطین رامنځته کېدو سره سم، د هوايي چلن صنعت د ژوند د نورو برخو په څیر ودرېده او د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم هوايي شرکتونو له همدې امله درانه مالي زیانونه ولیدل.

د افغانستان هوايی او ملکي چلن اداره وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې یې خپله او دوو نورو افغان هوايي شرکتونو، اریانا افغان او کام ایر کابو ۴۵ میلیون ډالر مالي تاوان کړی دی.

د دغې ادارې په وینا ۲۰ میلیونه ډالر کام ایر، تر لس میلیونه ډالرو ډېر اریانا افغان او شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالر د افغانستان ملکي او هوايي چلند ادارې ته رسیدلی دی.

خو د افغانستان ملکي او هوايي چلند ادارې مشر محمدقاسم وفایي زاده وایي، اوس یو ځل بیا په پام کې ده، چې تر راتلونکو درېیو ورځو پورې له افغانستان بهر او له بهره افغانستان ته د بهرنیو او کورنیو هوایي شرکتونو الوتنې پیل شي.

د نوموړي په خبره د هند په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د راتلونکې جولای پورې افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولي دي خو نورې الوتنې به پیل شي: (( همداراز باید ووایم چې په کوردننه د کورنیو هوايي شرکتونو له لوري الوتنې د روغتیا وزارت له خوا د کورونا وېروس د وضعیت په ارزیابۍ پورې اړه لري.))

د نوموړي په وینا روغتیا وزارت به په راتلونکو څو ورځو کې د کورونا وېروس په اړه خپله وروستۍ ارزونه کابینې ته وړاندې کړي.

د هغه په خبره که کابینه د کورنیو پروازونو په اړه هره ډول پرېکړه وکړي، د افغانستان ملکي او هوايي چلند اداره به یې عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب