جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبرښنا شرکت: امنیتي ادارې مو د مزو او ستنو ساتنه کې ناکامې...

برښنا شرکت: امنیتي ادارې مو د مزو او ستنو ساتنه کې ناکامې دي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵مه: د برېښنا شرکت وايي، د نامعلومه وسله‌والو له لوري د برېښنا ستنې او مزي وخت ناوخت پرې کېږي؛ خو امنیتي ادارې یې تراوسه په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د یاد شرکت رییس داوود نورزی وايي، د برېښنا د ستنو او مزو د نه ساتنې له امله ګڼ ښارونه په اوونیو او میاشتو له برېښنا بې‌برخې کېږي او امنیتي ادارې باید په دې اړه جدي تصمیم ونیسي.

د نورزي په خبره، د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ له مشر جنرال خوشحال سادات نه یې غوښتي دي، چې د برېښنا مزو او ستنو ته پام وکړي: ((د برېښنا د لويو پراختيايي پروژو امنيت ټينګښت د عامه ساتنې د ملي تصدۍ لوی ریاست پورې اړوند دی چې په دې ډله کې د آقينې – مزار او د الوان دښتې او ارغندې ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا لېږدپه پروژې او د بغلان ولايت يو شمېر سيمو کې د برېښنا پروژې د ناامنۍ له ستونزو سره مخ دي.))

دی وايي، د دې ټولګټو پروژو د امنیت ساتلو ته باید جدي پام وشي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي، چې ټولګټو پروژو ته زیان رسوي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د الوان دښتې او ارغندې برېښنا پروژې يو له هغو لويو پروژو څخه دي چې په بشپړېدو سره به يې ۱۰۰۰ ميګاواټه برېښنا له ترکمنستان څخه افغانستان ته را وارده کړل شي.

د هېواد ۷۰سلنه برېښنا وارداتي ده، چې وخت ناوخت د د طالب او نورو وسله‌والو له لوري یې ستنې پر بمونو الوځول کېږي او یا د برېښنا مزي پرې کېږي.

د چارو شنونکي وايي ځینې مافیايي کړۍ هم په لوی لاس غواړي چې د برېښنا مزي پرې کړي او په بازارونو کې د تېلو غوښتنه زیاته کړي، چې خلک مجبوره شي تېل واخلي.

1 COMMENT

  1. یو څو ستنی پریکوونکی ونیسی،په همدا پریکړی شوی ستن پوری اعدام کړی، مردار جسد یی څو میاشتی اویزان پریږدی.په ټیلویزون یی هم ښکاره کړی.چه نورو ته عبرت شی،بیا به هیڅ څوک د ستنی پریکولو جرت ونکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب