امید اڅک
سړی هیڅ نه پوهیږي، چې له کوم ځایه یې پیل کړي او څنګه خپلو خلکو ته په ساده او عامیانه ژبه قناعت ورکړي چې موږ په خپله په ځان ملامت یوو، مه له ایرانه ګیله وکړئ او مه له پاکستانه، چې څه کیږي، دا ټول موږ په خپله په ځان کړي او لا هم لګیا یوو.
په هریرود سیند کې د افغانانو له ډوبلو او بیا د ایران په یزد ښار کې د افغان مسافرو د سوځولو څخه وروسته زموږ په هېواد کې د ایران پر وړاندې د مظاهرو لړۍ زور واخیست او ټولو په خپلو مظاهرو کې د ایراني حکومت دا کار وغانده.
په فارسي بي بي سي کې د افغانستان د ولسي جرګې له غړې مریم سما سره یو ایرانی کار پوه میلمه و، کوربه له دواړو څخه په یزد کې د افغان مهاجرو د سوځیدو په اړه پوښتنې کولې، افغان وکیلې د ایران حکومت دا کار وغانده او ایرانیان یې له افغانانو سره په توپیري چلند تورن کړل.
ایراني په خپلو خبرو کې په وار وار سره دا خبرې کولې چې مګه خانه خاله که نیست، که هر که دلش بخواد بیاد، یعنې څه د خاله کور خو نه دی، چې هر وخت مو زړه وغواړي منډې ووهئ.
دا یې حق هم دی، خپل هیواد یې دی، که دې پریږدي او که دې نه پریږدي، څه تاوان دې خو په هغې نه دی، نر شه خپل هیواد جوړ که.
څه ټکه درباندې لګیدلې چې په دې څلویښتو کلونو کې خپل هیواد نشي جوړولی او د یوې مړۍ ډوډۍ پسې ایران ته منډې وهې؟
دا د ایرانیانو دایمي خبره ده، چې د پیغور په بڼه یې تل موږ ته کوي، موږ ته غریبه وايي، بیګانه وایي، ددې تر څنګ یې په کوڅو او بازارونو کې افغانانو ته ډير سپک الفاظ کارول کیږي، خو موږ بیا هم روان یو، ولې؟ ولې همدې موضوع ته اساسي پام نه کیږي؟ له دومره ترټلو سره سره ولې بیا هم ورته روان یو؟ ځواب به مو دا وي چې له بیچاره ګیه ځو، همدا مو ځواب دی؟
خو پوښتنه دا ده چې دا بیچاره ګي په موږ چا راوړې؟ ولې دومره بیچاره شوي یو چې د ایران غوندې هېواد هم په موږ دومره پوسخند ووهي؟
نن مې په اریانا تلویزیون کې د پکتیکا ولایت په اړه یو مسنتد څیړنیز راپور کاته، هلته یې د معارف او د پکتیکا د خلکو د ټولنیزو ستونزو په اړه معلومات راکول، داسې بدبختي ګانې مې په کې ولیدې چې بیخي ورته حیران شوم.
په همدې مستند کې یې وښودل چې د غزني – پکتیکا پر لار ښرنې ته نږدې د لوکسو او زرهي موټرونو یو قطار روان دی، دا نو داسې لاره ده چې ستر ستر نظامي قطارونه هم ترې له مرګ ژوبلې پرته نشي تللی.
یو وخت ګورو چې له موټرو څخه د سید اسحاق اغا ( سید اسحاق ګیلاني) په نامه یو کس ښکته شو، ددې په ښکته کیدو سره پرې د خلکو چور جوړ شو، د لاسونو ښکلول، ځان ورته ټیټول، تعظیم کول او او او او او او …
هغه چوکره یې بیا په ډير افتخار ورسره مخته مخته کیده، چې زه نو د یو ډير صادقه سړي د خدمت چانس ورته برابر شوی دی.
نن ګورم چې په هماغه پکتیکا کې د ایران پر ضد خلکو لاریون کړی دی. دا خو لکه لمر ټولو ته معلومه ده چې دغه د ګیلاني کورنۍ د پاکستان سره په کومه کچه مبهمې او پټې استخباراتي اړیکې لري، خو بیا هم ورته دا خلک دومره قدر او عزت کوي.
همدې ته ورته د ایران ډير جاسوسان چې د اهل تشیع سیمو ته ولاړ شي همدومره درناوی یې کیږي، له اهل تشیع پرته په همدې پښتنو او همدې تاجکو کې د ایراني جاسوسانو درناوی هم کیږي او ښه په کش سره کیږي.
نو د یو هېواد د جاسوس چې دومره درناوی کوئ، بیا نو د هغه هېواد پر ضد په کومو سترګو او کوم منطق مظاهرې کوئ؟
په تاسو خو همدغه جاسوسانو همدا ورځ راوړې ده کنه، حد اقل له ځان سره خو دومره فکر وکړه، چې د یوې مفت خورې کورنۍ دغه غړي دا دومره زرهي موټرې له کومه کړې؟ په دې باندې ولې په دې لاره کې هیڅ برید ونشو؟ ماغزه نه لرئ؟
تاسو دا دوه درې اونۍ په مجازي نړۍ کې زموږ د تمرکز موضوعات وګورئ چې په څشي اخته یو؟
هر څه مو موسمي دي، څو ورځې مو د هغه ډوبو شویو افغانانو په اړه کوکارې ووهلي، بیاملا نیازی شو، بیا ځلا ځاځۍ شوه، بیا یې په دې متنونه لیکل چې د یوې ښځې په سر یې لنګوټي ایښی دی، اوس یې د سلیمان لایق پسې اخیستې، نو په دې رقم به دا وطن جوړ شي؟ دا مسایل نو ددې ارزښت لري، چې د یو ملت هغه لوستی قشر دې پرې خپله ټوله انزژي مصرف کړي او دومره دې په کې مصروف شي؟ اوس تاسو ووایاست چې د همدې بحثونو نتیجه څه شی شوه؟
لازمه خو دا ده چې موږ باید له دغه هرې پیښې څخه عبرت واخلو، د حل په لارو چارو باندې یې فکر او عمل وکړو.
تاسو ته معلومه ده چې کله سلیماني ووژل شو، دلته یې څومره کسانو په اړه د فیل اوښکې تویې کړې، همدا ملت هماغه کسانو ته د مشر او رهبر په سترګه ګوري، خو هماغه کسانو د همدې دوه پیښو په اړه هیڅ شخصي غبرګون ونه ښوده، نو چې د دغسې خلکو ملاتړ کوئ، بیا ګیله له چا کوئ؟
په کار ده چې ټول وطنپاله فکرونه سره را ټول او ددغه پردي پالو، مفسدو، قومي، سمتي، مذهبي او حزبي ټیکه دارانو پر وړاندې یو منسجم او قوي جوړښت رامنځته کړي او په مطلق ډول په شعوري توګه ددغه خلکو له ملاتړ څخه لاس واخیستل شي.
تر څو په نږدې راتلونکي کې د بدبختۍ او ذلالت له دغه روان وضعیت څخه ووځو، بله لاره نشته، یا به ددغه شته جواسیسو له ملاتړه لاس اخلئ او یا به همداسې ذلیله ووسئ او خلک به درته په ژوندوني اور اچوي.
دا دومره انرژي او فکر چې په دې لهوه لعب او بې نتیجې شیانو مصرفیږي، که د دې داخلي مفسدینو پر وړاندې مصرف شي نو ډاډه یم، چې نتیجه به ورکړي او ارو مرو به ددوی له مصیبت څخه خلاص شو، ددغه خلکو له منګلو څخه خلاصون، د ایران او پاکستان له منګولو څخه د خلاصون په معنی دی.
نور مو خپله خوښه