جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورونا په تازه ۶۶۴ پېښو د کوویډ ۱۹ ناروغان ۲۴ زره...

د کورونا په تازه ۶۶۴ پېښو د کوویډ ۱۹ ناروغان ۲۴ زره ۷۶۶ ته ورسیدل

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵مه: عامې روغتیا وزارت وايي، خلک لا هم له کورونا سره جدي مبارزه نه کوي او په ګڼو ښارونو کې ګرځبندیز مات شوی دی

د روغتیا وزارت د رسنیو برخې مسوول سعیدالدین جامي وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۶۶۴مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ورسره په ټول هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر هم ۲۴۷۶۶تنو ته ورسېد.

ښاغلی جامي وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې په کابل کې ۳۱۶ ، په بلخ کې ۳۴، پروان کې ۳۴، بغلان کې ۳۲ تر نورو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دی وايي، تراوسه ۵۲۴ تنه هیوادوال د کورونا وبا له امله مړه شوي او ۴۷۲۵ تنه ترې بېرته رغېدلي دي.

د جامي په خبره، په هېواد کې هره ورځ سلګونه کسان پر کورونا ککړېږي؛ خو خلک لا هم ګرځبندیز ته پام نه کوي او نه روغتیايي مشورې عملي کوي.

د عامې روغتیا وزارت تېره اوونۍ شخصي روغتونونو او لابراتوارونو ته هم اجازه ورکړه، چې د کورونا ناروغۍ تشخیص کولای شي؛ ځکه حکومت د دومره ډېرو ناروغانو ساتنه او پالنه نه‌شي کولای.

له بل لوري حکومت ادعا کوي، چې تراوسه یې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې ۳مېلیارده افغانۍ او ۱۵مېلیونه ډالر لګولي دي؛ خو تراوسه ګڼ روغتونونه اکسیجن نه لري او ګڼ ناروغان د اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوي دي.

1 COMMENT

  1. درې میلیارده افغانۍ او پنځلس میلیونه دالر. چې دا مبلغ به په کوم مدرک مصرف شوي وي . دا څووم ځل دی چې هند ، چین ، ترکیه ، جرمني امارات او نور له افغانستان سره د کورونا د مبارزې لپاره مرسته کوي نو پورته یادې شوې افغانۍ او دالر به په کوم مرک او برخه کې مصرف شوي وي .
    یواځې په هرات کې یو کوچنۍ سل بستریز روغتون جوړ شوی دی ، زمونږ مریضان اکسیجن په خپله اخلي ، مریضان په ټکسي کې راوړل کیږي اوبېرته په شخصي موټرو کې وړل کیږي. که یواځې د بلخ ولایت او د بدخشان د فساد دوسې د مثال په ډول وکتل شي شاید نورې هم پدې ترتیب سره لګول شوي وي .
    فکر کوم یوڅه به د طلوع تلویزیون سره د مرستې او تبلیغاتو په نوم لګول شوي وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب