جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد حج د ځنډېدو امکان، افغانستان د سعودې تصمیم ته په تمه...

د حج د ځنډېدو امکان، افغانستان د سعودې تصمیم ته په تمه دی

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵مه: د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج پروسې تر سره کولو په اړه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د وروستۍ پریکړې په تمه دي.

یاد وزارت وايي، په نړۍ کې د کورونا ویروس خپرېدو له امله د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د یو مکتوب په لېږلو د نورو هیوادونو ترڅنګ له افغانستان څخه هم غوښتي وو چې د حج تر سره کېدو په اړه د دوی وروستۍ پرېکړې ته په تمه اوسي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند فضل محمد حسیني تاند ته وایي چې دغه وزارت له خپل اړخه لومړنۍ امادګۍ نیولې دي: (( د افغا ن حاجیانو د لېستونو برابرولو او د قرعه کشۍ لپاره چمتو یوو خو تر اوسه موږ د انتظار په حالت کې پاتې یو،تر اوسه د سعودي عربستان له لوري له موږ سره کوم نوي معلومات نه دي شریک شوي، چې ایا سږ کال به حج ته د حاجیانو د تګ لپاره زمینه برابره وي که نه))

د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو په اساس ټاکل شوې سږ کال شاوخوا ۳۰زره افغانان د حج په پروسه کې ګډون وکړي، خو دغه وزارت وايي چې لا هم سعودي عربستان په دغه پروسه کې د افغان حاجیانو سهمیه نه ده په ډاګه کړې.

له افغانستان څخه هر کال حج ته د افغان حاجیانو د لېږلو پروسه د لوی اختر تر رارسېدو شاوخوا یوه میاشت مخکې پیلېږي، خو د حج او اوقافو وزارت ویاند وایي چې د کووید ـ۱۹ وبا له امله ځيني لوی قراردادونه چې د افغان حاجیانو لپاره د اوسېدو ځای او ترانسپورټ د چمتووالي په اړه دي باید مخکې شوي وای چې په وینا یې لا نه دي شوي: “ځینې لوی قراردادونه دي چې هغه باید په سعودي عربستان کې د یو افغان پلاوي لخوا تر سره شوي وای او افغان پلاوی هلته تللی وای،هغه پلاوی نه دی تللی، هغه د ترانسپورټ اماده کول او د غذا قرارداد دی، د ځای نیول دي، ځيني هغه شیان دي چې هغه باید ډير مخکې شوي وای خو سږ کال بدبختانه په دې هکله هیڅ نه دي شوي.”

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ټینګار کوي چې ستونزو ته په کتو به هڅه وشي چې افغانان د حج له پروسې څخه پاتې نشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګلف نیوز د راپور په اساس د سعودي د حج او عمرې وزارت لوړپوړو چارواکو د نوم خپرېدو په شرط د بریتانیې فایننشل ټایمز ورځ پاڼې ته ویلي چې سعودي عربستان سږ کال د کرونا ویروس وبا خپرېدو له امله د حج پروسې پر لغوه کېدو غور کوي.

چارواکو ویلي چې د سعودي حکومت په دې اړه ارزونې پيل کړي چې د یوې اونۍ دننه کې به پرېکړه وشي.

هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ګډون کوي.

سعودي عربستان په نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله تر دې مخکې د عمرې پر اداکولو هم بندیز لګولی و.

که څه هم د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په دې اړه د چمتووالي ډاډ ورکوي، خو د کرونا وبا له امله رامنځته شوي وضعیت ته په کتو سږ کال د حج ادا کولو احتمال کم لیدل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب