جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبنزار قباني عرب شاعر | اجمل پسرلی

نزار قباني عرب شاعر | اجمل پسرلی

نزار قباني د عربي ادبیاتو هغه معاصر مبتکر شاعر دی چې کله ناکله به یې د شعر اوریدو ته په لسګونو زره کسان ورتلل. قباني د خپلو چڼلو شعرونو (احلی قصایدي) د کتاب په سریزه کې لیکي، د مشاعرې په شپه د ازموینې د شپې زده کوونکی له ما جوړ شي، وارپارمې خطا وي، چې اوس کوم شعر راواخلم، نو پاڼې اړوم را اړوم.

په دمشق کې د دغه زیږیدلي شاعر په وینا، شعر په کلماتو نړۍ تسخیروي او په اوریدونکي یا لوستونکي اغیز شیندي. دغه اغیز دی په بغاوت کې ویني، داسې چې شعر باید د خلکو فکرونو او عادتونو ته اور ورته کړي. قباني د ټولنې په منل شویو دودونو بې باوره دی، د ده په نظر د ټولنې پیغلتوب یو وهم دی او بکارت یې تاریخي درواغ دی.

دغه سوریایي شاعر چې په استانبول، مادرید، پیکنګ، لندن او یو شمیر عربي هیوادو کې د دیپلومات په حیث کار کړی دی له انګلسي ژبې سره هم ښه اشنا و. دی وایي، د پاکي او سپیڅلتیا خبرې یوازې عربان نه کوي د نړې هر ملت یې ترهغو کوي چې شاعر پکې پیدا شي، د فضاحت دوسیه راوسپړي، پر خرافاتو ډزې وکړي او سرې وینې یې وبهوي.

د قباني شعر نه یوازې منل شوي عادات ړنګوي، جوړ شوی نظام هم روغ نه پریږدي، دی شعر د قانون په چوکاټ کې محصور نه ګڼي خو د ده په فکر شعر د عدالت معراج منعکسوی، دی شعر هغه بلوا ګڼي چې انسان یې پر خپل ضد کوي خو په دې انقلاب کې نه د انسان وینه څڅیږي او نه پکې خشونت شته، دا انقلاب زلزلې ته ورته دی خو شاته ګلونه شیندي، د انګورو ورشکي پریږدي او غنم پاشي.

د نزار قباني د شعرونو موضوع مینه ده. په یوه شعر کې وایي:

سړی مینې ته

شېبه غواړي

هیرولو ته یې

عمر

یو بیت یې داسې دی:

چا د عشق کیسه راویت کړې؟!

له محبته وضاحت مړ شو

همدا موضوع د ( زده کوونکې ته) په نامه شعر کې بیا داسې یادوي:

په مینه کې خبرې مو

دا مینه وژنې

ځکه

توري

 هله مري چې یې له خولې باسو

د همدې شعر په بله برخه کې نزار قباني وایي:

مینه په ختیځ کې

لیکل شوی ناول نه دی

چې یې په پاي کې

د اتل واده وي

مینه سیندونه دي

بیړۍ نه لري
……

د نزار قباني مخا‌طب ښځې دي، چې کله د یوه ډير ښایسته مخلوق په څېر او کله هم د ښایسته دوست غوندې د ده په شعرونو کې ځلیږي. دی په شعر کې ښځه د نارینه له سترګو انځوروي، د نارینه انځور د ښځې له سترګو هم وړاندې کوي، د ښځې انځور دښځو له سترګو هم په شعر کې لري او له لویه سره ښځه د نزار قباني په شعر کې یوازې جسمي حضور نه، معنوي هم لري. دی خپل شعر د ښځو تحفه ګڼي:

زما عاشقانه شعرونه

تا اوبدلي

په مریو

ښایسته کړي

نو

کله چې خلک

زما تازه شعرلولي

تاته شاباس درکوي

نزار قباني وایي، کله چې ما عربي شعرونه لوستل د ټولو معشوقه راته یوه ښکاریده، داسې چې امیر الشعرا احمد شوقي (مړ ۱۹۳۲ م) په پاریس کې کوچۍ ستایله ، فرزدق (مړ ۷۲۸ م) مخکې د همدې کوچۍ صفت کاوه او دواړو ترې ګیله لرله. نزار قباني همدا معشوقه بدله کړې ده، دی ترې ګیله من نه دی، حکومت یې جوړوي:

زما هڅه

د وروستي واکمن له منځه وړل دي

ستا دعشق د حکومت قایمول دي

زه پوهیږم

 چې په دغه انقلاب کې

 به یوازې

یو مرغۍ زما ترڅنګ وي

نزار قباني په خپلو شعرونو کې مرغۍ ډیره یادوي، لکه د پښتو په معاصر شعر کې چې ځیني شیان، لکه چنار، سپین غر،خیبر، تاتره… په ډیرو شعرونو کې وینو خو زموږ په شعرونو کې دغسې کلمات ګڼ شاعران استعمالوي او د نزار خپله مرغۍ ده، پردۍ نه ده. عرب مشهور معاصر شاعر ادونیس وایي، که د نړۍ ټول سیاستوال یوه خبره وکړي، دنیا به جنت شي خو که ټول شاعران یوه خبره وکړي نړۍ به په دوزخ بدله شي.

د نزار قباني که معشوقه د پخوانیو شاعرانو په څیر نه ده او د شعر کلمات یې نوي دي، مبالغه یې بیا د کلاسیکو شاعرانو غوندې ده، خو دی هڅه کوي چې په نوې بڼه یې وکړي. ساینس ثابته کړې ده چې مځکې په فضا کې د یوې مقناطیسي قوې پر اساس د شمسي نظام له نورو ستوریو سره خپل تعادل ساتلی دی، نزار د ښایسته ښځې د مرګ ویرداسې کوي:

چې ښایسته مري

د دې مځکې تعادل ورسره وران شي

سپوږمۍ، سل کاله اعلان د ماتم وکړي

او د شعر دنیا پیکه شي

نزار قباني په شعر کې د پخوانیو شاعرانو په څیر د رقیب بد هم نه وایي خو معشوقه خبروي چې تر بل زه ډیر کمال لرم:

ستا د نورو مینانو په څیر نه یم

که بل وریځ درکوي

زه خو باران درکوم

که بل څراغ درکوي

زه خو سپوږمۍ ستا په لاسونو کې ږدم

که بل یوه څانګه راوړي

زه درته ونې راوړم

که بل کشتۍ درکوي

زه درته وایم

ګرانې راځه

 چې په سفرروان شو

د نزار په شعر کې تصویرونه حسي او معنوي دي ، ډير پکې مکنیه تشبیهات او استعارات لیدلی شو شعرونه یې ښایسته پای لري او د مجموعي پای سربیره یې د شعر هر بند هم ځانته پای لري. دی د خپلې میرمنې بلقیس د مرثې په یوه برخه کې وایي:

نوره باید

نه وای

 اوسیدلې

دې هم ژوندون

نه غوښت

دا د شمې وړانګه

شاعرانه شیبه

چې تر تکمیله مخکې

باندې، چاودنه وشوه

د معشوقې تشبیه د شمې له لمبې سره زړو تشبیهاتو ته ورته ده خو معشوقه د شعر یوه شیبه ګڼل هغه هم د نابشپړشوي الهام برخه، نوې خبره ده. د همدې شعر په بلې برخې کې بیا تشبهات معاصر دي:

ته یې زما کلیزه

تر ها مخکې

خبر نه یم

چې یم کله زیږیدلی

ته مې بالاپوش یې

ستا تر مینې مخکې

ټول ژوندون رانه هیرشوی

نزار قباني دهمدې مرثیې په یوې برخې کې بیا د تیر باور د نوي کولو هیله کوي:

ووایه چې ګران یم

دومره ګران یم

چې له شعره مې

سپیڅلی کتاب جوړ کړې

ښایي نزار قباني، د خپلې عراقۍ میرمنې، بلقیس مرګ چې په بیروت کې په ۱۹۸۱م کال بمي چاودنې ووژله دې ته هڅولی دی چې تیر وخت ته وګرځي، خو له لویه سره دی په خپلو شعرونو کې ډیره لږه اتکا په تیرې زمانې کوي. د نزار قباني شعرونه که څوک ولولي او دی ونه پیژني له محتوا به یې پوه شي چې دا سړی خو معاصر دی، لکه د یوه بل شعر په یوه بند کې چې اورګاډی یادوي:

ته یې ګرانه

زه نه غواړم

چې د تیرو خاطرو

پیوند مې ته شې

د اورګاډو د سفر

یوه برخه ته شې

ته زما

د ژوند وروستی اورګاډۍ

د شپې او ورځې

زما د لاس په دې رګوو کې ځغلې

ته اخري اورګاډی

او

 زه اخري تم ځای یم

په معاصره زمانه کې چې څومره د سفر وسیله مهمه ده هغومره یې اسناد ضروري دي، نزارقباني د سفر سند ته داسې اشاره کوي:

که یې پته له ما غوښته

ورته وایم

دغه ټولې پلې لارې

که یې ویل، پاسپورټ دې کوم دی؟

ستا دا غبرګې سترګې ښایم

زه پوهیږم ستا د سترګو

دې انګړ ته

د دې ټولو سفر حق دی

په پورتني بند کې پوښتنې دي. د نزار په شعرونو کې سوالونه ډیر وینو او شاعر د ډایلاګ ژبه کاروي. د ده معشوقه عمومي ده نه خصوصي. نزار قباني په دې نظر دی چې د شاعر لیک خپلې میینې ته په حقیقت کې د نړۍ ټولو ښځو ته لیک دی.

د یوه بل شعر په یوې برخې کې د لیکونو پوست بکس یادوي:

د بیلتون په ورځو شپو کې

ستا د شونډو پر مچکو

دا احساس راته پیدا شي

چې د مینې دغه  لیک مې

هاغه سره پوسټ بکس کې ایښی

دلته سور رنګ یاد شوی دی، د نزار قباني په شعرونو کې دا دوه رنګونه ډیر یادیږي، سور او زرغون، لکه په پورتني بیت کې سور رنګ د شاعر د احساس څرګندویي کوي. (عشق سرې اشارې شاته نه ایساریږي) په نامه شعر یوې برخې کې لیکي:

فکرونه دې تړلي

خبرې دي تړلې

ځکه

اشارې دي ورته سرې

د دین خبرې مه کړه

په صرف ونحو چپ شه

په شعر و نثر چپ شه

فکرونه دي منفور

….

اشارې دي ورته سرې

……

په دغه شعر کې هم سور رنګ د شاعر د احساس څرګندویي کوي. د ده سور رنګ د سرو شونډو زوړ تصویر نه دی او زرغون رنګ یې ډیر کله له ژوند سره د مینې په مانا رااخیستی دی.

د نزارقباني په شعرونو کې داسې نه ده چې نور رنګونه نه دې یاد شوي، شین رنګ هم یادوي او ډیر کله چې اوبه ستایي نو تکي شنې یې ښایسته ګڼي. د (ابو له تله لیک) شعر په یوې برخې کې د معشوقې په ژبه وایي:

ستا مینه لکه کفر

ما کړه پاک له دغه کفره

که یې غښتلې

ما بهر کړه

له دې بحره

زما بیړۍ چلول نه زده

ستا په سترګو کې دا شنه موجونه

ما د اوبو، تل ته بیایي

او زه

نه د بیړۍ

او نه د مینې تجربه لرمه

که زه درګرانه یمه

لاس دې راکړه

زه میینه

له دې سره

تر دې پښو

او

زه

ډوبیږم

زه ډوبیږم

زه ډوبیږم

لکه په پورتني شعر کې چې بیړۍ بیا بیا یاده شوې او په پای کې یې ډوبیدل تکرار شوي دي د نزار قباني په شعرونو کې دغه ډول تکرار ډیر ځایه لوستی شو. دی په خپلو شعرونو کې د معاصر ژوند هغو نویو محفلونو ته هم اشاره کوي چې نن سبا ګڼ خلک برخه پکې اخلي، لکه د کارنوال جشن چې د فرانسې په نیس، د جرمني په کولن، د ایټالیا په وینز، د بریتانیا په مرکز او یو شمیر نورو لویدیځو ښارونو کې هر کال لمانځل کیږي:

سترګې دې

د اورلوبې (کارنوال ) دي

کال په کال یې نندارې ته زه ورځمه

او

بیا نورې ورځې شپې

زه لګیا پر دغه اور یم

چې تر پوست لاندې بل شوی

نزارقباني شعر د شاعر هم عصره ګڼي، دی وایي هغوی چې فکر کوي چې دوی د راتلونکې لپاره شعر لیکي، لاره یې ورکه کړې ده او هغوی چې وایي زه نوی شعر لیکم او له پخوانو نه وي خبر هغوی هم بې لارې دي.

 دی نوښت دا هم نه ګڼي چې د ده په وینا څوک په شعر کې ګډوډي جوړه کړي. وایي، زه هغه وخت د شعر یوه زړه ونه باسم چې پرځای یې بله وکرم.

نزار قباني زاړه عربي شعر ته په درنه ګوري، دی لیکي، یو وخت عربي شعر حکومت درلود، انقلاب یې کاوه، پارلمان یې درلود، جمهوري ریاست او د کلتور وزارت یې درلود او اوس هغه عسکر دی چې په کافي کې یې ټوله ورځ پلتۍ وهلې ده.

د تیرې پیړۍ تر پنځوسمو مخکې رښتیا هم تر ډیره عربي شعر څو پیړۍ پښه پر ځای ولاړ و خو د نزار قباني په څیر یو شمیر عربي معاصرو شاعرانو له دغه عسکره پاچا جوړ کړ، د نزار په اړه معاصر تکړه لبنانی شاعر، انسي الحاج وایي ((نزار په پنځوسمه لسیزه کې د عربي شعر د نوښت میدان ته راودانګل او دغه د سپین شعر پلار د سرو زرو ټول میډالونه وریبل)).

دا سره د زړه په وینو راټول شوي دي، نزار قباني وایي، ادبیات تصادف نه دی ، زحمت، زغم او غم یې زیږوي. نزار ادعا کوي چې دی لومړی شاعر دی چې د مینې کوچنۍ خونې ته ورغلی او معاصر عشق ته یې داسې دقت کړی دی چې عدسیه یې پسې را اخیستې ده.

د ده د شعر سادګي او له لفظي تکلفه لري والي د ده شعر عامه پسند کړی دی. په عربي ژبه کې  فعلیه او اسمیه جملې مبتدا و خبر لري په شعر کې ډیر استثناءات شته چې ګرامري اصول پکې ماتیږي، خو د نزار په شعرونو کې چې ما لوستي کله هم له داسې جملې سره نه یم مخامخ شوی چې حتی د کلماتو ترتیب یې تیربیرشوی وي، د ده شعر داسې دی لکه روان نثر، پورته چې کومې بیلګې ما ژباړلي دي نو د ده اروا دې راته بخښنه وکړي.

دغه سادګي نزارقباني په خوارۍ ترلاسه کړې ده. دی وایي، عشق په عربي نړۍ کې لکه مریی او اسیر دی، ده مټي ورته رانغښتې دي چې دغه بندي ازاد کړي. دی د دې مدعي هم دی چې د عربانو روح او جسم په خپل شعر له مریتوبه باسي. د ده په اند په عربي هیوادو کې د مینې شاعر په لوړو ژورو کې جګړه کوي او په هغه ځنګله کې چې پیریان، دیوان پکې اوسي سندرې وایي. دغه سندرې بیا نزار له نڅا سره تشبیه کوي، دی وایي، شاعران داسې وحشي رقص کوي چې نڅا کوونکی له ځان او له موسیقي ور اوړي خپله په سندرې بدلیږي. ښایي د نزار همدا خبره به وي چې ډیر کله ښه شعرونه د سندرو په چوکاټ کې نه شي راتلای لکه له ښې کیسې چې ښه فلم نه شي جوړیدلای. البته د نزار قباني د شعر شایسته کلمې او رواني سندرغاړي هڅولي دي چې د ده ګڼ شعرونه په نغمو کې را ګیرکړي. له نزار قباني چې کله پوښتنه شوې ده چې څه وخت ته دغه وحشي نڅا کوې؟ دی وایي، کله په کوټه کې انتظار یم، شعر له تشنابه سر رابهر کړي، په ژمي مې ګرم ځای ورته تیار کړی وي دی له سړو او نمجنو واټونو سرراپورته کړي، کله دې چوپه چوپتیا ورته جوړه کړې وي، شعر غالمغال اچولی وي، غواړي چې له ختیځه رابره شي که ګورې له لویدیځه سر راهسک کړي. دغه ترلاسه کړی شی بیا عرب لیکوال نزار قباني د سفر ټکټ ګڼي.

داسې چې دی وایي، شعر د سفر ټکټ دی چې اجازه راکوي د نفس دننه سفر پرې وکړم او هغه ځایونه پرې کشف کړم چې پخوا مو نه و کشف کړي. د نورو خلکو لپاره بیا دغه سفر هوسایي نه ده، نزار څرګندوي چې شعر نه لیمو ته خوب ورولي او نه زړونو ته ډاډ ورکوي، بلکه دی وایي چې شعر له تاسو اطمینان اخلي.

د یو څه کشفول او له بله د اطمینان اخیستل د نزار قباني په نظر نوې ژبه غواړي، دی په یوه شعر کې لیکي:

چې وایم، ګرانوم

الفبا زه جوړوم

هغه ښار ته

چې استوګن یې بې سواد دي

یوه متروک سالون ته ځم

زه مې شعر پکې لیکم

او

شراب مې

 دها خلکو په جامو کې تویوم

چې

 د څښلو نیت یې نه شته

عربي ژبه د الفباء اته ویشت توري لري. نزار قباني وایي چې زه په نهه ویشتم توري پسې لالهانده یم، هڅه کوم چې  په هغو لیکنو کې چې ډیرو اوبه ترې څکلي دي او وچ شوي دي، په اوبو پسې مځکه وکینم. د مځکې دغه کینستل ده ته تر دې اسانه دي چې پرشعر خبرې وکړي، دی وایي د نڅا پروخت که خپلو ګامونو ته پام وکړم نو توازن له لاسه ورکوم، دی پرشعر خبرې هم ایرې ګڼي، وایي ، هربحث چې دې شعر په اړه وي هغه د ایرو خبرې دي نه د اور.

 ښاغلی قباني همداراز وایي، زه شعر وایم څو د دنیا هوا بدله کړم، داسې چې لمر ډير مهربانه شي، اسمان ډیر شین شي او بحر لږ مالګین شي خو څرګندوي، هغه شعر مې ډیر ښه ایسي چې لا مې نه دی لیکلی او نه پوهیږم چې څه ډول شعرلیکم، لکه کب چې نه پوهیږي څنګه لامبي. دی په یوه شعر کې خپلې معشوقې ته هم وایي چې لمبا زده کړه:

استاد نه یم چې دعشق سبق درښایم

له کبانو لامبو زده کړه

له مرغانو الوت زده کړه

بس یوازې لمبا وکړه

بس یوازې وزر ټپ کړه

د نزار قباني په نظر شعر داسې څه ته منتظر دی چې انتظار یې نه کیږي. د سورې په څېر نسبتا قبایلي ټولنه کې  د غیر منتظر څه منل اسانه هم نه دي، همدا علت دی چې کله نزار قباني په یو ویشت کلنۍ کې خپله لومړۍ شعري ټولګه چاپ کړه، ګڼو کسانو د کفر فتوا پرې ولګوله او ده ته یې ښځونک شاعر وویل.

دې مخالفت دی له خپلې لارې ونه ګرځاوه خو دې ته یې اړ کړ چې ووایي، زه د تورې پر تیغ سفر کوم، له کوم عشقه چې ما خبرې کړې دي هغه د یوې ښځې د اندام په جغرافیه کې نه ایساریږي. دی بیا وایي، زه ځان د مرمرو په دغه سیاه چال کې نه زنداني کوم، له کوم عشقه چې خبرې کوم له ټول ژوند سره ارتباط لري. ښځه زما لپاره په پختې کې نغښتې پټه سکه نه ده ، غلامه هم نه ده چې په حرامسرای کې راته سترګې په لار وي، زه لیکم څو ښځه د قبایلي ناپوه وګړیو له منګولو ازاده کړم.

د نزار د شعر کیسه پارلمان ته ورسیده او دی یې د کفر په تور د بهرنیو چارو له وزارته پسې واخیست خو ده وویل، ما دغو شریرو ارواوو ته تاب راوړی، لکه پیشو اووه ساوې لرم. نزار قباني یوې خبرې ډاډه کړی و چې مقاومت یې کاوه، هغه دا وه چې دی وایي، شعر هغه یوازینی لیونتوب دی چې حکومت دې نه شي پرې نیولی او که دې ونیسي نو د زندان پرځای دې روغتون ته د علاج لپاره بیایي.

دغه خبره هله رښتیا شوه چې کله نزار قباني په نولس سوه اته نویم کال په جلا وطني کې د زړه له ناروغي ومړ له وصیت سره یې دمشق ته مړی ولیږدید او چارواکو تربګني ورسره ونه پاله ماتم یې پرې وکړ.

د نزار په اړه به خبرې د قباني په دې شعر راونغاړم چې خپلې معشوقې ته وایي:

« ستا ښایست ته ټکی نه ږدم»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب