Homeخبرونهترکیه او امریکا نن د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر امنیت...

ترکیه او امریکا نن د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر امنیت خبرې کوي

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۱۶) د ترکیې ددفاع وزیر خلوصي اکار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نن به له خپل امریکایي سیال سره د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر پر امنیت او په افغانستان کې د ترکیې د پوځي ماموریت پر دوام خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې ترکیه دمګړی له امریکا، افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د امنیت پر تامین په خبرو بوخته ده.

وروسته له هغه چې له افغانستان د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل پیل شول، نو د کابل هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

په دې لړ کې ترکیې ژمنه وکړه چې ددغه ډګر امنیت به تامینوي خو طالبانو وار له مخه له دې کار سره مخالفت ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...