جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهروسیې او تاجکستان افغان پولې ته څېرمه نظامي تمرینات پيل کړي دي

روسیې او تاجکستان افغان پولې ته څېرمه نظامي تمرینات پيل کړي دي

تاند(چهارشنبه، د سرطان ۱۶) د راپورونو له مخې په دې تمریناتو کې هوایي او ځمکني ځواکونه برخه لري او تر ډېره د هوایي بریدونو په برخه کې پوځي تمرینات ترسره کېږي.

د تاجکستان امنیتي چارواکو ویلي دوی هڅه کوي احتمالي ګواښونه پر وخت دفع کړي.

تر دې تمریناتو یوه ورځ مخکې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي وو چې دوی د اړتیا په صورت کې له تاجکستان سره د امنیت په تامین کې همکاري کوي.

د تاجکستان ولسمشر له ولسمشر غني سره هم خبرې کړې وې او ددغه سیمې د امنیت په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې وې. دواړو لورو له یو بل سره د همکارۍ ژمنه هم کړې وه.

د یادونې ده چې تېره ورځ د تاجکستان دولتي رسنیو ویلي، امام علي رحمان د افغانستان او روسیې د ولسمشرانو ترڅنګ، د سیمې د یو شمیر هیوادونو او متحدینو له مشرانو سره د اړیکې تر نیولو وروسته افغان پولې ته څېرمه د شل زره پوځیانو د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې ده.

بلخوا روسیې ویلي چې دوی په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ځانګړې توګه تاجک پولې ته څېرمه پر خرابېدونکي امنیتي وضعیت اندېښمن دي.

د راپورونو له مخې، روسیې ویلي چې په دغه هېواد کې د روسانو پوځي اډه چمتو ده چې د افغان-تاجک پولې په ساتلو کې د تاجکستان سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب