دوشنبه, مې 20, 2024
Home+په ملي بودیجه کې د زابل کم رنګه ونډه: غیرعادلانه وېش او...

په ملي بودیجه کې د زابل کم رنګه ونډه: غیرعادلانه وېش او که بې غوري؟

افغانستان د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر هر کال د چارو د تنظیم، بهبود او متوازن انکشاف په موخه د (شفافه، مؤثره او پر پایلو ولاړه بودیجه) تر نامه لاندي ملي بودیجه ترتیبوي او د کابینې او ملي شورا له تصویب وروسته یې عملآ اجرا کوي. د افغانستان ملي بودیجه د مالیې وزارت له لوري په عمومي ډول د ۱۰ سکتورونو او ۹۸ بودیجوي واحدونو چي د احتیاطي مصارفو کټګوري هم پکې شاملېږي، په تفکیک جوړېږي او هڅه کېږي د واحدې بودیجې په ترتیب سره په ټولو ولایتونو کې د متوازن انکشاف او اقتصادي پراختیا لپاره زمینه برابره سي.

د مالیې وزارت، زیربط وزارتونه او مستقیلي ادارې هڅه کوي چې د ټولو ولایتونو ترمنځ انډول په پام کې ونیسي او د هیواد ملي ستراتیژي او لومړیتوبونو او د ټولو ولایتونو اقتصادي، جغرافیوي او نورو اړتیاوو ته په کتو لومړیتوبونه څرګند او بودیجه ترتیب کړي. اما له پوره دقت سره سره په ملي بودیجه کې د ناانډولي، نه شفافیت او نورو برخو په هکله همېشه بحثونه کېږي او له اوونیو اوونیو بحثونو، رد او تعدیل وروسته د تصویب او اجرا وړ ګرځي.

په تېرو څلورو کلونو کې په ملي بودیجه کې د وروسته پاتي او درېیمه او دویمه درجه ولایتونو په ځانګړې ډول د زابل ولایت د ونډي په اړه هم پوښتني وجود لري. د تېرو څلورو کلونو ( ۱۳۹۹-۱۳۹۶ ) په ترڅ کې د زابل ولایت له پاره د نورو مشابه کم نفوسه او د مساحت په لحاظ کوچني ولایتونو په نسبت لږ پروژې پرمختیایي پروژې منظور سوي دي.

د تېرو څلورو کلونو د بودیجې په مسودو کې د درج سوي پروژو ( نوي او د تېرو کلونو څخه پاته سوي پروژو ) تحلیل ښيي چي په تېرو څلورو کلونو کښي د زابل ولایت له پاره په اوسط ډول ۵ پرمختیایي پروژې منظور سوي دي حال دا چي د مشابه کم نفوسه لوګر او سمنګان ولایتونو له پاره چي د زابل سره یوشان نفوس لري او د مساحت له لحاظه بیا تر زابل کوچني دي، په ترتیب سره ۱۰ او ۷ پرمختیایي پروژې منظور سوي دي. همداراز د دایکندي او جوزجان ولایتونو له پاره چي د زابل ولایت سره د نفوس په لحاظ ډېر لږ توپیر لري اما د مساحت په لحاظ تر زابل کوچني دي، په ترتیب سره ۱۴ او ۱۰ پرمختیایي پروژې منظور سوي دي چي په خورا لوی توپیر له زابل ولایت سره مقایسه کېدلای سي.

مهمه دا چې په ۱۳۹۶ هـ ل کال کې د زابل ولایت له پاره یواځي ۶ پرمختیایي پروژې چي د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې تعمیر، د ځیني مکاتبو د ودانیو جوړول او ځیني نوري پروژې شاملي وې، منظور سوي دي حال دا چي په همدې کال کې د دایکندي له پاره ۳۱، لوګر له پاره ۱۴، سمنګان له پاره ۱۳ او جوزجان ولایت له پاره ۱۸ پرمختیایي پروژې منظور سوي دي.

بل اړخ ته، په تېرو دوو کلونو ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کې د زابل ولایت د منظور سوي پروژو تعداد له ډېرو ولایتونو کم دی. په ۱۳۹۸ هـ ل کال کي د زابل ولایت له پاره ۴ پرمختیایي پروژې او په ۱۱۳۹۹ هـ ل کال کې ۳ پرمختیایي پروژې منظور سوي دي، چې په اوسط ډول هر کال ۳ پروژې کېږي حال دا چي په تېرو دوو کلونو کې د لوګر ولایت له پاره په اوسط ډول هر کال ۸ پروژې، د دایکندي له پاره ۶ پروژې، د جوزجان له پاره ۷ پروژې  او د سمنګان له پاره ۵ پرمختیایي پروژې منظور سوي دي.

بل دا چي، د ولایت په اساس د حکومت د مصارفو له اړخه هم د زابل ولایت مساحت او نفوس په پام کې نه دی نیول سوی. د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د افغان دولت له لوري « د ولایتونو په تفکیک مصارف » ښيي چي د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو په ترڅ کې د زابل ولایت له پاره هر کال په اوسط ډول یو اعشاریه څلور ( ۱.۴ ) میلیارده افغانی مصرف سوي دي حال دا چي د مشابه کم نفوسه او د مساحت په لحاظ کوچني ولایتونو جوزجان له پاره هر کال په اوسط ډول څلور اعشاریه نهه ( ۴.۹ ) میلیارده، لوګر له پاره دوه اعشاریه دوه ( ۲.۲ ) میلیارده، د دایکندي له پاره یو اعشاریه اته ( ۱.۸ ) میلیارده او د سمنګان له پاره یو اعشاریه نهه ( ۱.۹ ) میلیارده افغانی مصرف سوي دي.

 د تېرو څلورو کلونو د درج سوي پروژو تحلیل ښيي چي زابل ولایت د مهم ستراتیژیک موقعیت سره سره له پامه غورځول سوی دی او د دې ولایت د هراړخیزي پرمختیا له پاره بنسټیزي پروژې نه دي پلي سوي. دا ولایت په سهیل زون کې له مرکزي ولایت کندهار، غزني، ارزګان او نورو ولایتونو ترڅنګ له پاکستان هیواد سره د ډیورنډ پر کرښه اوږده ګډه پوله لري او د کابل – کندهار لویې لارې له طریقه د ډېرو ولایتونو د ارتباط ساتلو له پاره مهم رول ادا کوي.

د زابل ولایت مهم ستراتیژیک موقعیت او اقتصادي ځوړتیا ته په کتو ضرورت لیدل کېږي چي ددې ولایت له پاره پرمختیایي پروژې پلي او د خلکو د هوسایۍ او ارام ژوند له پاره ترې کار واخیستل سي اما په ملي بودیجه کښي د ناانډولتیا موجودیت او د متوازني پراختیا د اصل نه عملي کېدو دا چاره له خنډ سره مخ کړې ده. په عین حال کښي، د ولایتي ادارې له لوري د بنسټیزو پروژو او سرمایه ګذارۍ د جلب له پاره د کافي هلو ځلو نه ترسره کېدل د زابل د اقتصادي ځوړتیا سبب ګرځېدلی.

په ملي بودیجه کښي ناانډولتوب، بې غوري او د زابل ولایت همداسي له پامه غورځول د بې وزلۍ کچه نوره هم لوړوي او د متوازن انکشاف هڅي تر سوال لاندي راولي.

د زابل د انځرو، بادامو، کشمشو او نورو محصولاتو له پاره بازارموندنه کول، د تعلیم، صحت او نورو اولیه اړتیاوو پوره کول، د بې کارۍ او امنیت د خوندیتوب له پاره ګامونه اوچتول او په ټوله کې د ولایتي ادارې او دولت له لوري د دې ولایت له پاره پر ټاکل سوي لومړیتوبونو بیاکتنه کول، هغه څه دي چي د ولایتي ادارې او افغان دولت توجه غواړي.

یادونه: په پورته ذکر سوي پرمختیایي پروژو کښي هغه پروژې چي په ټولو ولایتونو کښي یوشان عملي کېږي او یا هم د بودیجې په سند کښي له درج سوي پروژو څخه بهر پلي سوي دي، نه شاملیږي.

د لیکوال په اړه:

پوهنیار عصمت الله کریمي د د زابل د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی استاد دی او د پرمختیایي اقتصاد اړوند لیکني کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب