پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د زونونو په کچه د معلولینو ترمینځ شل اوره لوبې پيلېږي

د زونونو په کچه د معلولینو ترمینځ شل اوره لوبې پيلېږي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۶) د افغانستان کرکټ بورډ په کونړ ولایت کې د نجیب الله ترکي په نوم د هېواد د پنځو زونونو ترمینځ د معلولیت لرونکو لوبغاړو شل اوریزه لوبې پيلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مسؤل احسان الله عبید وایي په دې لوبو کې د افغانستان پنځه زونونه (بند امیر، بست، سپین غر، امو او مس عینک) ګډون لري.

نوموړی وایي، په دې لوبو کې به  د افغانستان د معلولیت لرونکو ملي لوبډلې لوبغاړي هم ولوبېږي.

احسان الله عبید زیاتوي، له دې لوبو څخه یې موخه د معلولیت لرونکو ملي لوبډلې ته د پياوړو لوبغاړو غوره کول دي.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به د روانې جولای میاشتې په نهمه نېټه په کونړ ولایت کې پیل او د همدغې میاشتې په ۱۶مه نېټه به پای ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...