د وچ خوړ له ژۍ سره داسې ژر ژر روانې وې چې لیکه دوړه پسې جګه شوې وه.
« که نارینه وای د کلیوالو پوښتنه به دې ترې کړې وه»
« بختور هغه دی چې غم نه لري…»
له دې ښځو مې لار چپه کړه، د غونډۍ خواته وختم. چې ماشوم وم او له ښاره به پلار کلي ته راوستم دا ځای ډير لوړ راته معلومیده، اوس دلته له دیارلس کلونو جګړو وروسته دا ځای ټیټ راته ښکاري…
شمال تیز شو. د شمال غږ کله غوږونه نازوي کله زړه ریږدوي. هغه وخت چې داسې احساس کړم چې شمال له وچو بوټو غنو تیریږي غاښونه مې بریښي. کله چې بیا نرۍ وریځ وي، د لمر تبۍ یې شاته تته ښکارې، بوټي مني وهلي وي، شمال خاورې په سر اخیستې وي داسې احساس کوم لکه په هدیره کې ایسار.
له پورته مې شاوخوا سترګې وغړولې. هاغه دوې ښځې لرې د ډاګ په منځ کې ناستې وې.
د کلي خواته نوې لار په همدې خوا سپره ده، د موټرو په لار ماینونه دي. وررهي شوم دوی ته لا نه وم وررسیدلی چې پاڅیدې، چټکې چټکې روانې شوې:
« له دوی سره خو محرم هم نه شته»
هغه ځای چې دوی ورته ناستې وې، هلته درې قبرونه وو، درې سره یو اندازه وو خو د یوه پر سر یې له یوه سره تر بل سره سپینه تراډه غځیدلې وه.
د کلي خواته خاورې راپورته شوې. دعا ته مې لاسونه جګ کړل:
څو کلن به وي؟
طالب به و که عسکر؟
دا دوه نور به څوک وي؟
ښځه به وي…که وای کله به یې څوک دوعا ته راتلل؟
شمال د سپیره ډاګ د وچو اغزیو له منځه راپورته کیده، په شپيلکي تیریده، د کلي په لور وړاندې بوړبوکۍ هسکه شوې وه او دوې شنې چادرۍ شمال ته رپیدې.
پای