سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپکتيا کې پاکستان ته د وسلو ۳ قاچاقبر نیول شوي

پکتيا کې پاکستان ته د وسلو ۳ قاچاقبر نیول شوي

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه) په پکتیا کې طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکو پاکستان ته د وسلو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی.

ويل شوي، دغه کسان درې تنه دي او په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق پر مهال نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې؛ له نیول شویو کسانو څخه یوه پيکا، اته بمونه او د کلاشینکوف ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.

يو شمير خبري رسنيو د نیول شویو کسانو هويت « پاکستانی» ګڼلی، خو د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د نیول شویو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، پاکستان ته د افغانستان د پوځي تجهيزاتو او وسلو د قاچاق خبرونه تر هغې وروسته ډېر شول، چې د ډاون په نوم د پاکستان مشهورې ورځپاڼې له طالبانو څخه د افغان وسلو او تجهيزاتو د پېرلو د پلان خبر ورکړ.

طالبانو دا خبر رد کړ، خو ويل کيږي چې په پراخه پیمانه له امریکا او ناټو څخه په افغانستان کې پاتې وسلې او تجهيزات پاکستان ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب