Homeخبرونهافغان ګاز شرکت، جوزجان کې هره ورځ ۶۵۰ متر مکعبه ګاز استخراجوو

افغان ګاز شرکت، جوزجان کې هره ورځ ۶۵۰ متر مکعبه ګاز استخراجوو

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه) ‏په جوزجان کې د افغان ګاز شرکت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په ۲۴ ساعتو کې ۶۵۰ متر مکعب ګاز استخراجېږي.

د چارواکو په وینا؛ د دغې تصدۍ تولید شوې برېښنا د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د بیات ګروپ، د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د سرې او د جیټ ښېښې په فابریکو کې کارول کېږي.

‏د افغان ګاز تصدۍ مشر باختر اژانس ته ويلي: دوی پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د ګازو تولید له ۶۵۰ متر مکعب څخه یو میلیون متر مکعب ته لوړ کړي.

د يادونې وړ ده چې په جوزجان کې د ګازو ١٣٦ څاګانې شته چې د سلو ميلياردو متر مکعب ګازو د زېرمه کولو ظرفيت لري.

باختر اژانس دا خبر په داسې مهال خپور کړی، چې په وروستيو کې د خوراکي او نورو لومړنيو توکيو ترڅنګ په افغانستان کې د سون توکيو بيې هم په بېساري ډول پورته تلي.

په وروستيو کې طالب چارواکو د اقتصادي او بشري ناورين له شدت او په کابو کولو او حکومتولۍ کې د پاتې راتلو له کبله یې د جمهوري نظام د ورته اقتصادي فعاليتونو د دوام خبرونه خپروي، څو د خپلې لاسته راوړنې يا ابتکار په توګه يې تبلیغ کړي.

1 COMMENT

  1. MILI QYAAM//MILI QYAAM// MILI QYAAM
    THIS IS THE ONLY WAY.
    ALL PEOPLES MUST GIVE HANDS STAND UP AGAINST THIS PUNJABI ADMINISTRATION,
    LIKE EJIPT/JURDOON/BANGLAH DEESH MUST COME OUT TO STREETS/AND MAKE VOICE FOR FREEDOM FROM PAKISTAN.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...