سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهمتقي په کابل کې، عمران خان د افغانستان سپکاوی نه دی کړی،...

متقي په کابل کې، عمران خان د افغانستان سپکاوی نه دی کړی، شخصي نظر يې څرګند کړی

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه)د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي کابل ته له رسېدو سره د پاکستاني صدراعظم عمران خان د پرونيو پارونکو دفاع کړې او ويلي، چې هغه د افغانستان کوم سپکاوی نه دی کړی.

متقي دا هم وويل، چې له دې کبله د هغه څرګندونو ته کوم غبرګون نه ښيي.

د متقي په خبره پاکستاني صدراعظم د افغانستان مخکيني حکومتونه نقد کړي او خپل شخصي نظر يې په اړه څرګند کړی.

طالب وزير دغه راز پاکستان ته خپل سفر او د اسلامي هېوادونو د سازمان په فوق العاده غونډه کې ګډون له لاسته راوړنو ډک ګڼلی.

د هغه په وينا، له افغانستان سره د مرستو لپاره د صندوق جوړول او په کابل کې د يو شمېر اسلامي هېوادونو د سفارتونو پرانيستل يې هغه غوښتنې وې، چې منل شوي او عملي به شي.

امير خان متقي دا هم وويل، چې له افغانستان څخه پاکستان او بل هیڅ هېواد ته د داعش ډلې په ګډون کوم ګواښ نه دی موجود.

په دې اړه هغه د پاکستاني صدراعظم څرګندونې داسې تعبير کړې، چې دا ګواښ به په افغانستان کې د کمزوري حکومت په موجوديت کې ورپېښ وي.

د متقي په خبره، دوی تمه لري چې حکومت به یې کمزوری نه وي.

 ‏عمران خان پرون د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د فوق العاده غونډې پر مهال په ډېر مهارت د طالبانو لخوا د افغان نجونو د زده کړو او فعاليتونو پر وړاندې د طالبانو د رامنځته کړو خنډونو دفاع کړې ده.

عمران خان وویل، چې نړیواله ټولنه دې د نجونو د زده کړو په اړه خپلو غوښتنو کې حساس وي او د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي.

هغه دغه راز له افغانستان څخه پاکستان ته د داعش ډلې د خطر خبر ورکړی و.

ډ عمران خان خبرو ته ګڼو افغان سياستوالو او د پاکستان تر قلمرو لاندې د پښتنو ملتپالو مشرانو توند غبرګونونه وښودل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل، چې عمران خان د افغانستان سپکاوی، په کورنيو چارو کې لاسوهنه او پر نړيوال سټیج د افغانستان د استازيتوب حق ځانته ورکړی.

د يادونې وړ ده، چې عمران خان دا څرګندونې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په موجوديت کې کړي.

د طالبانو د منتقدینو په باور، له دغې ډلې ځکه د افغانستان د تاريخ، فرهنګ او هويت د دفاع تمه نه شي کیدای، چې پاکستان لسیزې وړاندې د استخباراتي موخو او خپلو ستراتيژيکو هدفونو د عملي کولو تر څنګ د افغانستان د یادو ارزښتونو د نابودولو لپاره رامنځته کړې ده.

د طالبانو منتقدینو لا له وړاندې تمه لرله، چې دا ډله ممکن له عمران خان دفاع ورڅخه وکړي، ځکه په حقانیه او نورو پاکستاني مدرسو کې په همدې مفکوره روزل شوي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې نيږدې ۴ میلیونه نجونو ته په دې پلمه چې د زده کړو لازم شرایط به ورته برابريږي، د‌ زده کړو دروازې تړل شوي دي.

طالبان په دې اړه د نيږدې ټولې نړۍ تر فشار لاندې دي، چې باید ترل شوي ښځينه ښوونځي زر پرانيزي او د نورو زده کړو او فعاليتونو حقونه ورکړي، خو پاکستان د دې ډلې د تولیدونکي او پالونکي په توګه يوازينی هېواد دی، چې د طالبانو دغه اقدامات تايیدوي او دفاع ورڅخه کوي.

4 COMMENTS

  1. په پاکستان کې به يو قسمه خيرات خواره وه چه ښه مضبوط روغ جوړ او د بازی بازو به په کی ښه غټ غټ بريتونه هم وو .
    دی خلکو به د اعتبار پخولو لپاره د ځان سره ښځې ګرزولي او ددی ښځو په نوم به يي خيرات غوښتل ويلي به يي چه دا تور سري راسره ده وږې ده او يا بيماره ده او يا به يي ويل چه د لاری کرايه راسره نشته دی خير دی يو څه راکړه .
    اوس د پاکستان حکومت او عمران خان طلاقې هم تالبان د ځان سره لکه د همغې ښځې غوندی کله په يو ملک کله په بل ملک د خيرات ټولولو دپاره در په در ګرځوی او شرموی .
    او بيا متقې هم ځان نه ميراوس جوړ کړی د خيرات غوښتو په غونډوکی لګيا وی ټوکی او ټکالی کوی سړی حيران شی چه دا کوم قسمه خلک دی خيرات هم په بدماشی غواړی
    کله وايي ټوله نړی مو ماته کړه او بيا کله ټولې نړۍ نه سوال کی چه مونږ سره کومک وکړی خالی لاس مه تيريږی .
    کله وايي امريکا مو وشړله او کله بيا هم همغې امريکا ته د بيرته راتګ لپاره عذر او زاری کوی.

  2. دا خیټور د مکروبو ږیره متقی باید د کوکری په شان د پنجابی پاکستان عمران خان دفاع لپاره غپا وکړی دا ځکه چی دوی ئی همداسی غپا لپاره غلامان تربیه کړیدی ، دا باید مسلسل تکراری وویل شی چی پنجابی پاکستان په خپل چټل تاریخ کښی د افغانانو مقابل کښی هیڅکله داسی جرأت نشو کولای لکه چی اوس ئی د خپلو غلامانو دورو کښی کوی ، پنجابی پاکستان ته دا جرأت امریکا او انګلیس ورکړیدی او دی ممالکو قدیانی طالبان غلامان دوهم ځل لپاره پلانیز په ارګ کښی داخل کړل او ددوی په دستور د ډالرو غلامانو ادنا ترین مقاومت ونه لیدۍ شو ولو چی عسکری او پولیس ددی قاتلو چورکوونکیو تر قومانده لاندی وه دوی ټول د امریکا او انګلیس قوماندی لاندی وتښتیدل او ددوی دا خائین عمل د غلامو قاتلو طالبانو خیانت سره هیڅ توپیر نلری ، دا خائینه ډرامه د امریکا او انګلیس تر رهبری لاندی صورت موندلۍ دی او دا خائینه وظیفه ستر جاسوس او وروسته خائین دیپلومات خلیلزاد په فوق العاده صورت سره پای ته رسولی دی !!!
    اوس همدا ممالک ددیموکراسی بابولانو شعار لاندی د همه شمول حکومت چیغی وهی ددی شعار لاندی هڅی کیږی چی افغانستان کښی د قوم ، لسان او مذهب بی اتفاقی لا د ژور تهداب ایښودو سبب کړی او افغان ملت په خپلو مینځو کښی په خونړیو جنګونو کښی مشغول وساتی او پنجابی پاکستان ته تامه زمینه مساعده کړی چی د غلامو وحشی طالبانو په کومک د افغانستان رهبری په رسمی شکل سره تر لاسه کړی ، بلی د امریکا ډالر د افغانانو لپاره د زهر شکل نیولۍ دی !!!
    دا هم باید یاداوری شی چی د ډالرو شغالانو په اروپا او امریکا کښی د غولولو لپاره د غازی امان الله خان او غازی شهید نادر خان بابولانی رامینځ ته کړیدی ، ای پاکو او صادقو افغانانو تاسی باید ددی ډالرو شغالانو توطیو او دسیسو باندی ځانونه خطا نکړۍ ددی ډالرو شغالانو په وسیله غوښتل کیږی چی د افغان غیرتی ملت ځلانده تاریخ تر پښو لاندی کړۍ شی دا هم د اجنبیانو ستر ارمان دی !!!!!!

  3. “متقي په کابل کې، عمران خان د افغانستان سپکاوی نه دی کړی، شخصي نظر يې څرګند کړی”

    Mullah Saab should be reminded that Omran Khan is the head of Pakistan government, and his official speech must not be taken as a personal opinion.

  4. TO AMIR KHAN MOTAQI;
    TASSEY TALIBAAN DEER BEE SHARMAH KHALEK YAAST.
    DE GUL KHAAN IMRAN SAH WAYEE. ,KHAR YEE .KHAR.
    PUKHTANAH MO WOSHARMAOOL. 21 QAREN DAY.DUNYAA MAREEKH TAH RAWANAH. DAH.
    ZEH PUSHTOON YEEM… DUNYAA KEE YAO NAFAR PAH LAS ZHEBO KHABERY KAWEEY
    KHUDAYY TAH WOOGOREEY. DE DUNYA SARAH PAH TECHNOLOGY &SCIENCE WATAN BRABER KEEY.
    ZHWANDAY DEE WEE AFGHAN MELAT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب