یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکابل ښاروالۍ د «غیر شرعي» عکسونو د پاکولو کمپاین پیل کړ

کابل ښاروالۍ د «غیر شرعي» عکسونو د پاکولو کمپاین پیل کړ

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه) کابل ښاروالۍ ویلي، چې نن یې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې له لوحو، اعلانونو او بیل بورډونو څخه د « غیر شرعي» عکسونو د پاکولو کمپاین پيل کړی.

د ښاروالۍ د اعلامیې له مخې، اخلاقي حدودو ته پابندي د ټولو خلکو مسوولیت دی او ټول اصناف باید په خپلو اعلانونو کې دا ټکی له پامه ونه غورځوي.

معلونه نه ده، چې پر دغه کمپاین به څومره لګښت وشي او څومره کسان به پکې بوخت وي؟

سرچینې دا هم نه ده روښانه کړې، چې د دوی له نظره« شرعي» او « غیر شرعي» عکسونه څنګه سره جلا کیږي؟

کابل ته د طالبانو له را ننوتو سره اکثرو ښځینه سینګارځایونو له خپلو لوحو څخه د نېم لغړو او سینګار شویو ښځو عکسونه له منځه یوړل، خو د ښار پر ځینو بیل بورډونو او د ښځینه جامو او پوهنتونونو پر ځینو سوداګریزو بیل بورډونو لا هم ښځینه تصویرونه لیدل کیږي.

د طالبانو د منتقدینو په باور، دوی له اسلام او شریعت څخه د افراطي او حتا غیر انساني تعبیر په کولو سره ټولنه له ښځینه رول څخه غواړي تصفیه او لا نوره نر واکه کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر څه موده مخکې وویل، چې د شریعت له مخې د ښځې مخ او د وجود ټولې برخې باید ستر او پټ وي.

طالبانو دا کمپاین په داسې مهال پيل کړی، چې افغانستان کې ۲۴ میلیونه خلک د خوراک څښاک لپاره څه نه لري، میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ خطر سره مخ دي او همدا پرون ان پاکستان کې ورته د خیر ټولولو لپاره د اسلامي هېوادونو استازو سره غونډه جوړه شوې وه.

دطالبانو په اړه نیوکه ده، چې دغه وضعیت ته هیڅ ځان مسوول نه ګڼي، لومړیتوبونه یې د ټولنې وضعیت سره برابر نه دي او په هغو لارو روان دي، چې پاکستاني مدرسو کې مفتیانو او استادانو یې ور ښودلې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب