چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د( ادب کور) راپور

د( ادب کور) راپور

ضیاالرحمن نیازی

پرون پنجشنبه چې د ( ۱۴۰۰هـ ش) کال د قوس د میاشتې له ۲۵ مې نېټې سره برابره وه، په ادب کور کې څلورو استادانو خبرې وکړې چې د ټولو خبرې د تصوف او عرفان په اړه وې. نوموړی سېمینار د دوکتورا د څلورو سکالرانو له لوري وړاندې شو، چې پوهاند محمد ابراهیم (همکار) د ( میرزا خان انصاري په شعرونو کې تصوفي نظریات)، پوهنمل سید اصغر هاشمي (په تصوف او عرفان کې د مرګ او ژوند نظریه)، پوهنمل طارق ذاکر د( عرفان او شعر اړیکې) او پوهنمل فدا محمد الکوزي (په هندي تصوف کې د محمد جایسي مقام) موضوعات وړاندې کړل او په هره برخه یې تفصیلي بحث وشو. استاد همکار د میرزا خان په زیاتو شعرونو کې د تصوف په اړه بېلابېل نظریات څرګند کړل او په هر یوه یې جلا بحث درلود. د ده په وینا چې میرزا خان انصاري د روښانیانو د دورې پیاوړی شاعر دی او د ده شعرونه تصوفي او عرفاني دي او تصوف د یوې نظريي پر اساس د ده ډېر شعرونه په دغه دایره کې مطالعه کېدلای شي. ده د بېلګې په ډول د میرزا له شعرونو هغه بېلګې وړاندې کړې چې د ده دا نظریه پرې ثابتېدله چې د میرزا ډېر شعرونه تصوف او عرفاني دي. استاد ذاکر بیا د شعر او عرفان تر منځ اړیکه ډېره نږدې وګڼله، ده وویل: (د عرفان اصلي ماهیت او جوهر عاطفه ده، د دې تر څنګ په شعر کې هم عاطفه ډېر لوړ ارزښت لري نو په همدې بنا شعر او عرفان سره ډېرې نږدې اړیکې لري او همدارنګه یې عرفاني شعرونه په دوو برخو تقسیم کړل، لومړی هغه شعرونه چې د عرفان په باره کې ویل شوي وي او عرفاني پوهه ترې څرګندېږي، دويم هغه شعرونه چې خپله په ماهیت کې یې عرفان پروت وي، همدارنګه د ده په وینا چې عرفاني ژبې شاعرانو ته لوړ ارزښت ورکړ او د شعر د لوړتیا او د تلپاتې والي یو لامل عرفان او تصوف دی.). له دې وروسته استاد الکوزي د هندي تصوف په بېلابېلو اړخونو بحث وکړ او په هندي تصوف کې یې په هغو برخو هم بحث وکړ چې د نورو تصوفي تګلارو سره یې مشترکات درلودل. په وروستیو کې یې د هندي صوفي شاعر جایسي مقام واضح کړ او ځینې شعرونه یې وړاندې کړل او په هغوی کې یې بېلابېل تصوفي موضوعات وڅېړل. 

په پای کې استاد سید اصغر هاشمي د مرګ او ژوند په بېلابېلو ډولونو بحث وکړ. ویې ویل: (په تصوف او عرفان کې درې ډوله حیات، ژوند او زېږېدنې یادونه کېږي. لومړنۍ زېږېدنه له مور څخه وي، چې په دې ډول زېږېدنه کې ټول اختیار له خالق تعالی سره دی او انسان پکې بې اختیار دی. دې ته جسمي او فزیکي تولد وايي. دویم ډول پیدايښت د منکراتو، شهواتو او د هر ډول ناسمو کړنو پرېښودل دي، چې انسان معنوي تولد تر لاسه کوي او په دې پیدایښت کې اختیار له انسان سره وي. د معنوي زېږېدنې وخت او زمان له جسمي وخت سره توپیر لري. معنوي وخت افقي وي او جسمي عمر عمودي وي. فزیکي پیدایښت ته ارزښت معنوي زېږېدنه ورکوي. درېم ډول پیدايښت له مرګ څخه وروسته په بلې نړۍ «اخرت» کې دی. د عقبا عمر ته لوړتیا هم معنوي ژوند ورکوي. دوه ډوله مرګ وجود لري، یو یې مادي، فزیکي، جسمي او غیر ارادي مرګ دی او بل یې معنوي او ارادي مرګ دی.)

وروسته د سېمینار د ګډونوالو له لوري په نوموړو موضوعات نظریات ورکړل شول او هم یې خپلې پوښتنې له اړوند استادانو سره مطرح کړې او هم یې د راتلونکي لکچر لپاره څلورو تنو ته د څېړنې په باره کې موضوعات وسپارل او د څلورو استادانو ویدیوګانې ثبت شوې، چې په راتلونکي کې به له تاسو سره شریکې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب