جمعه, اپریل 26, 2024
Homeټولنیزتعصب او د هغې اروايي او ټولنیزې اغېزې

تعصب او د هغې اروايي او ټولنیزې اغېزې

لیکنه: پوهنیار نصیب الله ذکي

سریزه

تعصب (Prejudice) یوه ناوړه پدیده او رواني ستونزه شمېرل کېږي، چی په هره ټولنه کی لږ یا ډېر تر سترګو کېږي. دا رواني ستونزه، د ټولنې د عامو  وګړو په ګډون په ځینو لوړپوړيو دولتي چارواکو کې د یو عادت څه چې حتی په یوه ځانګړنه بدله شوې ده، دوۍ تل هڅه کوي چی د نورو په وړاندې بدبینه او حسود واوسي او حقونه تر پښو لاندې کړي.

د تعصب اصلي منشاء او سرچینه کولای شو چی د آدم (ع) او بي بي هوا اولادونو ته تړاو ورکړو، ځکه لومړی قابیل او هابیل د یو بل په وړاندې د تعصب مرتکب شول، یعنی قابېل چی د هابېل په وړاندې تعصب ښکاره کړ تر دې چې پایله یې په وژنه پای ته ورسېده. په دې لنډه مقاله کې د تعصب په اړه په بشپړه توګه لولو چی تعصب څه شی دی؟ لامل یې څه دی؟ تعصب په څو ډوله دی؟ او قرآن عظیم الشان او د اسلام د سپڅلي دین ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د تعصب په اړه څه ارشاد فرمایلي دي؟ دا هغه څه دي چی اوس به یې په بشپړ ډول سره ولولو.

تعصب څه شی دی؟

تعصب یا تبعیض، له عصبیت څخه اخیستل شوی دی. تعصب هغه رفتار یا حرکت ته ویل کېږي، چی د پوهی او عقل پرته، ځان غوښتنې، ناکامي، جاج اخیستلو او توهم له کبله انسان پرې اخته کېږي. یا په بل عبارت تعصب د وګړو تر منځ د مشترکو اړیکو او تفاهم مخنیوي ته ویل کېږي. او یا هم تعصب د وګړو ترمنځ د یو بل په وړاندې ناسم چلند او د یو بل افکارو او باورونو ته د درناوي نه لرل دي.

د ارواپوهنې د علم له نظره، تعصب یوه رواني او روحي ناروغي ګڼل کېږي. تعصب په حقیقت کې اکتسابي او زده کړه ییزه بڼه لري چې کوچنیان او وګړي یې لومړی له خپلو والدینو څخه زده کوي.

د تعصب نښې نښانې

  • په تعصب اخته انسان تل لپاره د تفکر کولو قدرت نه لري.
  • د تل لپاره په توهماتو، ناسمو فکرونو او سوچونو کې اخته وي.
  • د شخصیت تزلزل لري.
  • خود خواه او ځان غوښتونکي دي.
  • غوصه ناکه او قهرېدونکې څېره لري.
  • سوکالي، آرامتیا او هوساینه نه لري.

د تعصب ډولونه

تعصب بېلابېل ډولونه لري، چی په لاندی توګه دي:

۱ – قومي تعصب ۲ – ژبنی تعصب ۳ – سمتي تعصب ۴ – مذهبي او دیني تعصب ۵ – نژادي او توکمیز تعصب.

د تعصب لاملونه

۱ – د والدینو له خوا پر ماشومانو باندې د شدید انضباط پلي کول.

۲ – پر کوچنیانو د افکارو او عقایدو تحمیلول.

۳ – په کورنیو کې د ماشومانو د شخصیت متزلزل کېدل.

۴ – د سواد له ستر نعمت څخه محروموالی (بی سوادی).

۵ – د یو او بل له عقایدو څخه پوهاوی نه لرل.

۶ – د مور او پلار او اجدادو څخه د یو قوم، نژاد، مذهب او سمت په وړاندې کورکورانه تقلیدونه کول.

۷ – د یو او بل په وړاندې درناوی نه لرل.

۸ – د وګړو حقونه تر پښو لاندې کول.

۹ – له قدرت څخه ناوړه استفاده او پر نورو بې ځایه یرغل کول.

۱۰ـ د جګړو او شخړو په دوران کی د قبیلو او قومونو تر منځ د اوږدې مودې واټنونه.

۱۱ – تر ټولو ډېر مهم د بهرنیو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې د بل هېواد په کورنیو چارو کې.

تعصب د اسلام له نظره

نن ورځ د اسلام او مسلمانانو دښمنانو په پټه او ښکاره ډول د مسلمانانو تر منځ د کرکې او نفاق د پیداکولو له امله مختلف تعصبات را منځته کړي دي. په ځینو ځایونو کې د عرب او عجم د تعصب له امله مسلمانان په خپلو منځونو کې سره نښتي دي او یو او بل وهي او ټکوي. ځینیې وختونه ژبنیز او توکمیز تعصبونو د مسلمانو لیدلوری او تفکر له منځه وړی دی، پر همدې بنسټ د یو او بل په وژنې پسې یې سره مټې را بډوهلي دي. په داسې حال کې چې د ژبې او رنګ توپیر نه یوازې داچې د وژلو لپاره یو چل او نیرنګ ګڼل کېږي بلکې د لوی الله تعالی له نښو او علایمو څخه شمېرل کېږي چې په دې اړه لوی څښتن تعالی (ج) په خپل را لېږل شوي کتاب قرآن عظیم الشان کې ارشاد فرمایي: «وَ مِنْ آیَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِکُمْ وَ أَلْوَانِکُمْ إِنَّ فِی ذَلِکَ لَآیَاتٍ لِّلْعَالِمِینَ »

ژباړه: «د الهي قدرت له آیاتونو څخه یو هم د ځمکې او آسمانونو پیدا کول دي، او یو بل هم ستاسو د ژبې او رنګونو توپیر دی چې په دې برخه کې  د نړۍ ټولو پوهانو ته د حکمت حق معلوم او ښکاره دی». دقت وکړئ چی الله تعالی (ج) د انسانانو د ژبې او رنګ توپیر نه یوازې د خپل نښانو په شکل ذکر کوي بلکې د نړۍ ټول اوسېدونکي د هغې په اړه فکر او تدبر کولو ته را بولي.

د تعصب په اړه د بشر ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) فرمایلي دي: «لیس منا من دعا الی عصبیه و لیس منّا من قاتل عصبیه و لیس منّا من مات علی عصیبه» ژباړه: «هغه څوک چې د تعصب په لورې دعوت کوي له مونږ څخه نه دی او هغه څوک چې د تعصب پر بنسټ و جنګېږي له مونږ څخه نه شمېرل کېږي او هغه څوک چې په تعصب کې مړ شي له مونږ نه دی».

د تعصب پایلې او زیانونه

  • د ټولنی وګړي د یو او بل په وړاندې کرکجن کېږي، حسادت، کینه او پرخاش هم پیدا کوي.
  • تعصب، د وګړي، ټولنې او فرهنګ د پرمختګ او ترقۍ مخنیوی کوي.
  • د ټولنې وګړو ته ددې پرځای چې سوکالي راولي بلکې بدمرغي او ویجاړي راولي.
  • د وګړو تر منځ د اوږدې مودې واټنونه او فاصلې را منځته کوي.
  • تعصب د بې سوادۍ، کورني یا داخلي شخړو، ژور خپګان او ناآمنۍ سبب کېږي.
  • د انډول او برابروالي مخه نیسي.

مخنیوی او درملنه

۱ – کوچنیان او لویان باید د ډیموکراسۍ له اصولو سره آشنا کړای شي.

۲ – له علمي او اکاډیمیکي نظریاتو څخه په استفادې سره باید وګړي د افرادو اختلافاتو متوجه کړای شي.

۳ – د تعصب د ناوړه پدیدې په اړه یو پراخ او عامه پوهاوي کمپاین په لاره واچول شي او د هغی له بدو پایلو څخه خلک خبر کړای شي.

۴ – ښوونکي او استادان باید د دیکتاتورۍ او آمرانه کړنچارو څخه کار وانخلي.

۵ – د مختلفو عقایدو او مذهبونو په اړه پراخه مطالعه باید وجود ولري.

۶ – کوچنیان په ځانګړې توګه ځوانان وهڅول شي چی د یو او بل په وړاندې درناوی وکړي.

۷ – ټولنیز مسافرتونه او سیاحتونه او د ماشومانو او ځوانانو عادت کول له آزادو ساحو او  سیمو سره چی د هغوی د تعصب په رفع کولو کی پراخه ونډه لري.

۸ – د افرادو تر منځ نا انډولتوب او نامساوات له منځه یوړل شي.

پایله

تعصب په ټوله کې یوه اروايي ستونزه ده چې د یوې ټولنې د وګړو تر منځ د یو بل په وړاندې د کرکې او نفرت په بڼه تر سترګو کېږي. اصلي لامل یې پر وګړو باندګې د نظریاتو تحمیلول د بېلابېلو قومونو له ارزښتونو او دودونو په اړه بشپړه پوه نه لرل دي.

متعصب وګړي ځان غوښتونکي او غوصه ناک وي، د وګړو حقونه تر پښو لاندې کوي او د هغوی شخصیت ته درناوی نه کوي. د اسلام مبارک دین هم تعصب یو ناوړه عمل ګڼلی او هغه یې ستره ګناه شمېرلې ده. تعصب سبب کېږي چې وګړي د یو بل په وړاندې بدبینه او کرکجن شي او د دوی او د ټولنې د پرمختګ مخنیوی وکړي.

1 COMMENT

  1. بلی،مومنان سره وروڼه دی،څه چي ځان ته خوښوو ،هغه بل مومن ورور ته هم باید خوښ کړو، او که
    دا کار ونکړو د کامل ایمان نه بی برخی کیږو،د اخوت تقاضا هم همدا ده ،ځانغوښتنه دبدترینو مهلکاتو څخه بلل شوی او لاره جاهلی تعصباتو ته پرانیزی،تواضع،اتحاد او اتفاق اسباب د عزت د
    مسلمانانو برابروی،هره هغه غوښتنه چي بما انزل الله سره سمه نه وی هغه ظلم ، فسق یا کفری عمل بلل شوی ، دین نباید شخصی یا د ګروهی ګټو لپاره وکارول شی ، دا دین د ټول ملت ،امت او بشریت دین دی،جاهلی تعصبات او له مومنانو او مومناتو کرکه جدایی یا د هغوی په خلاف کارول یی ایمانداری نشی ثابتولی او په ټوله کی انسانی کرامت او انسانی ورورولی ته ارزښت قایلیدل ،د انسانیت مشترکه مبنا بلل شوی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب