یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهټرمپ:‌ د افغانستان جګړه ما وګټله، خو بايډن په ناڅاپي وتو وشرمولو

ټرمپ:‌ د افغانستان جګړه ما وګټله، خو بايډن په ناڅاپي وتو وشرمولو

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ ‏د امریکا متحده ایالاتو مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو د چمتووالي په درشل کې يو ځل بيا ده څخه د تېرو ټاکنو پر ګټونکي او حاکم ولسمشر جوبایډن توندې نيوکې کړي.

هغه په مشخص ډول يو ځل بيا له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتو بېړني اقدام ته په اشارې ويلي، چې د افغانستان جګړه ده ګټلې وه، خو بايډن د سرتېرو په ژر ويستو امريکا نړۍ ته وشرموله.

ټرمپ یو ځل بیا د مخکينيو نیوکو په دوام، له افغانستان څخه د امریکا وتل بې شرمانه وبلل او زیاته یې کړه، چې بایډن په دغه اقدام روسیې ته پر اوکراین د برید جرئت ورکړ.

ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د طالبانو لاسته د پراخو امریکايي وسلو لوېدل هم د بايډن د همدغه اقدام پايله وبلله او ویې ویل، چې طالبان که څه هم ښه جنګیالي دي، خو د د امریکايي وسلو له په لاس کې لويدو سره ډېر زړور او د بریالیتوب احساس ېې وکړ.

د امریکا دغه پخواني ولسمشر طالبانو سره د ده په امر، د دوحې د سولې د لاسلیک شوي تړون دفاع وکړه او ويې ويل، چې طالبانو دوی ته درناوی درلود، خو د بايډن ناسمې پرېکړې امریکا نړۍ ته وشرموله.

د امریکا اوسني ولسمشر او حکومت بيا د ټرمپ نيوکې رد کړي او افغانستان نه د سرتېرو ژر ويستل يې پر ځای پريکړه ګڼلې ده.

افغان شنونکي بيا ټرمپ او بايډن دواړه د نورو عواملو تر څنګ د افغانستان د نظام پ سقوط کې له اصلي لاملونو بولي.

5 COMMENTS

  1. دواړه ښه پاخه ديوسان دي. جګړه هېچا ګټلې نه ده.
    تاسې دواړه پاخه دله ګان چې د پاکستان مشورو ته مو تل غوږ نيولی او افغانستان ته مو د پاکستان له انګله کتلي، نو همدا اوتې بوتې به مو حال وي.
    د امريکا سياست داسې يو سرتنبه سوداګر ته په لاس ورغی چې ټوله امريکا يې د خپل بزنس له اړخه پرتله کوله، نو ځکه ټرمپ هم غول وکړل او بايډن هم وکړل، بلکې بايډن ته د همدې ټرمپ غول ورپاتې ول چې پاک يې نه شول کړای او لا پسې بوين شول. اوس خپله له خپلو غولو هم په تنګ دي چې دا مو څه کړي دي.

  2. البته د امریکی د دولت د سیاست اصلی چلوونکی نه ټرامپ ؤ او نه بایډنګ بلکه نور پټ کسان دی.
    ټرامپ یو تاجر دی او د بایډنګ سره ئي شخړه هغه وخت پیل سوه کله چی ئی د بایډن ټیزونه په ټیکه واخیستل خو د بایډن د ټیزونو ( ګوزونو ) کیفیت دومره لوړ نه ؤ کوم چی د دواړو تر منځ په قرارداد کی لیکل سوی ؤ ، په نتیجه کی قرارداد لغو سو خو دواړه د قرارداد د لغو کیدو پړه یو بل اچوی.
    که څه هم موږ او تاسی ددی قرارداد محتویات نه دی لیدلی خو انصافاً په لندن کی ( د ناټو د غړو په ناسته کی ) د هغه راکټ کیفیت بد نه ؤ کوم چی د بایډن د کښتی لخوا ګوذار سو او ټولو خبریالانو او حتی الیزابت پخپلو ګنهکارو ” غوږو ” ولید.

  3. د امریکا خلک ټول په درانده خوب ویده دی نه په کی ځوانان شته او نه پکښی ځوانمرګی که نه دغی دواړو بوډاګانو او عقل تمامو به پری پاچاهی نه کولی.

    ټرمپ ته وایم جګړه او سیاست نه تا بیسواده ګټلی دی او نه دیی دغه بل بابا بایډن ګټلی دی. بلکه جګړه او سیاست ځمونږ ځوان ستر جنرال مبین ګټلی ده.
    په شرمونو وشرمیدلی اوس مو هیلری او پمپو په ښاغلی اشرف غنی ملامتی ور اچوی، خو پدی هم پوهه شۍ په کومه څاه او کنده کی چه تاسو ښاغلی غنی ور اچوو په هغه کنده او څاه کی یی تاسو واچولی.

    شیطان امریکا، انګریز او د دغه دواړو کچه او تور مخی غلام پنجابیستان که په نړی کی موجود نه وای، اوس په دنړی ټول انسانان په سکون او ارامی کی ژوند تیرولای.
    د کرستف کولمب غټه غلطی دا وه چه د امریکا وچه یی کشف کړیده. د هټلر غټه غلطی دا وه چه انګریز یی ختم کړی نه دی او د افغانستان او هندوستان د خلکو غټه غلطی دا وه چه په خپل وخت سره یی پنجابیستان ختم کړی نه دی.

  4. جګړه هیچا هم نده ګټلې خو بدبختانه نوم پرې د طالبانو وشو کنه سلو طالبانو د یو ملي اردو د عسکر مقابله نشوه کولی. ټرمپ خو باید د شرم خبره هیڅکله ونکړي ځکه په امریکا کې شرم لفظ نشته ځکه کوم شي ته چې مونږ افغانان شرم وایو لکه ناموس، عزت او ابرو دا شیان بایلل په امریکا کې د فخر خبره ده حتی مردګاوۍ باندې خلک فخر کوي نو زه نه پوهیږم ټرمپ شرم څه ته وايي.
    ټرمپ او بایډن سمبولیک کرکترونه دي څه چې ورته وویل شي هغه وایي او کوي د دایرې نه بې اجازې نشي وتلی مګر افغانان یې ذلیل کړل پدې سازش چې دوی د پاکستان سره وکړ او طالب یې بیا راوست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب