جمعه, جولای 5, 2024
Home+کولتوري ژبپوهنه | دوکتور لغل پاچا ازمون

کولتوري ژبپوهنه | دوکتور لغل پاچا ازمون

څلورمه برخه

۲ ـ ۳: د ژبې دندې

د ژبې له دندو څخه یوه مهمه دنده اړیکې پالل او بله مهمه دنده د ادراک فعالیت دی. اړیکه پالل ټولنیز شخصیت رامنځته کوي او ادراک له ټولنې سره د وګړو چلن او سلوک راښیي. د ډاکټر کرپېچ د ادعا له مخې ژبه درې دندې لري:

یو: د لومړنیو اړیکه دنده: چې دا انفرادي شخصیت راښیي. د انفرادي شخصیت غبرګون او د هغه تاریخ او کولتور راپېژني.

دوه: د تاریخ او کولتور سره اړیکه راښيي.

درې: ژبه کولتوري وده او لېږد ممکنوي. د ټولنو دوام او د ټولنیزو ډلو اغېزمن فعالیت او کنترول په غاړه اخلي.

په ژبه کې له غږ، کلمې، ترکیب، عبارت، جملې، پارګراف تر متنه ټول توکي اړین دي.

کلمې لکه ورېښم، څه چې ترې جوړوې جوړېږي.

کلمو ته د هر انسان ذوق رنګ ورکوي، د حالاتو سیوری یې هم تخنوي. د کلمو کارونه له ژبې نه کلا او بلا جوړوي. دغه کلا او بلا جوړول د ژبې فرهنګ دی، بختور هغه دي چې کلمې په خبرو راولي او رنګ یې انځورونو ته ساه ورکړي. د کلمو رنګونه او غږونه د شاعر په تفکر او تخیل کې د ژوند جامه اغوندي.

۲ ـ ۴: پر ژبه کولتوري اغېز

کولتوري ژبپوهنه د وګړو ټول هغه قراردادونه او ارزښتونه راښيي چې د وګړیو یا یوې ټولنې د عیني، ذهني او نفسي تجربو له مخې رامنځته شوې وي او هغه د دوی په ژبه بیان شي. په ژبه کې یو لړ داسې مفاهیم او وییونه شته چې هغه له کولتوره اغېزمن دي، ددغو مفاهیمو او وییونه سپړنه او شننه له کولتوري لیده کېږي. دغه اغېز په ګړنو، متلونو، کلمو، فقرو، مسرو، جملو او… کې ځان را ښيي. دلته د ارکېټایپ او سېمولوژۍ ژبني بحثونه ځان راښيي چې وروسته به پرې بحث وشي.

 په کولتوري ژبپوهنه کې د ژبې د غږونو، توکو اوډون او وړاندې کول چې د خلکو ژوند په مادي او معنوي ارزښتونو پورې تړلي وي، څېړل کېږي، دلته د کولتور څرګندولو ژبه او د هغه څېړنه ژبپوهنه ده، نو کولتوري ژبپوهنه هغه پوهه ده چې په ټوله کې  د خلکو د ژوند، کړو وړو، ناستې ولاړې او عادتونو له مخې د ژبې پیدایښت، جوړښت، سکښت او پرمختګ بیانوي.

 کولتوري ژبپوهنه دوه لوی مادي او معنوي ارزښتونه را پېژني، په کولتور کې ماده او مانا دواړه نغښتي، ژبپوهنه دلته همدغه مادي او معنوي توکي چې د انسان په ژوند او ټولنې پورې اړوند دي او د هغه له مخې یو قام او سیمه را پېژندل کېږي، همدغه مادي او معنوي ارزښتونه بیانوي.

 کولتوري ژبپوهنه یې ځکه بولو چې لومړی دلته پر ژبه او مفاهیمو د کولتور اغېزې وینو، بل له دې لارې کولی شو خپل کولتور نورو ته ور وپېژنو.

د یوه قام او ملت مادي او معنوي ارزښتونه مطالعه غواړي، د همدې مطالعې او ارزښتونو د څرګندولو لپاره کولتوري ژبپوهنه را منځته شوې ده.

د ژبې کولتوري او ټولنیز ارزښت د انسان او بشري فعالیتونو څرګندویه ده، په څه مانا!؟ که د یوې ټولنې کولتوري ارزښتونه د ټولنې په فعالیتونو کې څرګند او رابرسېره نه شی، انساني او بشري فعالیتونه په ژبنیو ارونو کې ونه ښودل شي نو بویه چې د ټولنې ارتقایي بهیر او د وګړو او بشر تر منځ په چلن کې به اړی ګړی رامنځته شي، نو ددې لپاره چې په ټولنه کې د وګړو تر منځ اړیکې ټینګې شي او نورو ټولنو ته یې څرګندونه وشي؛ د کولتوري ارزښتونو مطالعه اړینه ده.

کولتوري  ارزښتونه چې په ژبنيو مفاهیمو کې راڅرګندېږي، دا لوست او زده کړه یې هر وګړي ته بویه. به تېره هغه کسان چې کله یوې سیمې ته ځي نو تر تګ وړاندې د هغې سیمې او  کړنو په باب معلومات په کولتوري مفاهیمو کې لوستلی او زده کولی شي. دلته له ټولنې او وګړو سره د بلدتیا او  پېژندني لپاره کولتوري ژبپوهنه مرسته کوي، کتونکي یا لوستونکي ته د یوې سیمې، قام یا ملت ټول کولتوری ارزښتونه مخکې ږدي او د هغه له مخې دی له هغې ټولنې سره  چې دی یې په اړه معلومات را غونډوي، ورپېژني.

کولتوري ژبپوهنه په ټوله کې فولکلوري متون: سندرې، ټوکې، نکلونه، متلونه، ګړنې، مذهبي او افسانوي دودونه او… چې په ژبنیو مفاهیمو او واحدونو کې څرګند شوي وي، راښیي.

کولتوري ژبپوهنه موږ ته د یو قام یا توکم ژبني ارزښتونه یا مفاهیم د خلکو په دودو، دستور، چلن او راشه درشه کې راپېژني، د یو ملت ترمینالوژي، روحاني او تصوراتي مفاهیم له کولتوري لیده راښیي.

په ټولیزه توګه د ټولنې د وګړو ترمنځ  ځینې قراردادونه شته چې هغه قراردادونه ورو ورو په دودونو بدلېږي، دغو دودونو او قراردادونو ته له کولتوري لیده کتل په کار دي، دلته کولتوري لیدلوری له موږ سره مرسته کوي چې دغه مفاهیم د خلکو په چار چلن، سلوک، ناستې ولاړې، راشه درشې، خوراک پوښاک او رنګونو کې مطالعه کړو.

بله دنده یې پخپله په یوه ټولنه کې د وګړو تر منځ د راټولېدو او بیا د  بهرنیو ټولنو له وګړو سره د راشه درشې لپاره لاره برابروي.

په ټوله کې هغه مفاهیم چې د وګړو د راټولېدو یو اساس او نغری دی، د هغوي پېژندل دي، ددغو مفاهیمو په پېژندنې سره د ټولنې د وګړو تفکر، باورونو او ذهنیت ته درناوی او له هغوی سره د یو سلوک او چلن له مخې کړنې او د چاپېریال، طبعیت او انسان تر منځ اړیکه ده، په دې مفهوم چې ځینې توکي په چاپېریال کې په کولتور بدل شوي دي، د هغو توکو ساتنه او ترې ننګه د ټولنې د وګړو تفکر، ذهنیت او کړنلاره ښیي. نو اړینه ده چې د چاپېریال او طبعیت د ساتنې او ننګې لپاره هم ددغو ارزښتونو په مفاهیمو  پوه شوو.

د ژبې په جوړښت او مفاهیمو کې کولتوري ارزښتونه ځانګړی ځای لري، د کولتوري ارزښتونو له مخې ژبني مفاهیم څېړل کېږي.

کولتوري ژبپوهنه د خلکو له اند او روایتونو غږېږي، د خلکو ذهنیت او تفکر راښیي. ورو ورو دغه ذهنیت او تفکر ساینسي دنیا ته سپاري. د خلکو له دغو ذهنیتونو، روایاتو او تفکره په ساینسي پوهنیزو تجربو کې ګټه اخستل کېږي.

نو : د ټولو ساینسي او علمي تجربو، فلسفې او حکمت تر شا د خلکو ذهنیت او روایات ځانګړې ونډه لري. د همدغو روایاتو او د خلکو د ذهنیتونو په مطالعه دوی نویو تجربو ته مخه کوي.د خلکو دغه لومړني ذهنیتونه او تجربې کولتوري ژبپوهنه را سپړي او څرګندوي یې.

د بېلګې په توګه نوروز یو ارزښت دی چې پر هغه د یوې ټولنې وګړي راټول دي، دغه ارزښت د خلکو له خوا په بار بار نمانځنې په یوه کولتوري دود بدل شوی دی. دا ارزښت له کالونو کالونو راپه دې خوا د خلکو د ذهني تجربو او تفکره رامنځته شوی او پر هغې د ټولنې وګړي را ټول شوي دي.

د نوروز په مېلو کې ټول کارېدونکي توکي او د راټولېدو نغری د خلکو له روایاتو، تجربو او ذهني تفکره په میراث پاتې دی. اوس ددغه نوروز څېړنه، شننه او را برسېره کولو یوه کړکۍ هم  د کولتوري ژبپوهنې ده.

کولتوري ژبپوهنه دغه علامت، نښه یا سېمبول چې د خلکو د راټولېدو، خوښۍ او سوکالۍ څرګندونه کوی، د خلکو له اند او روایاتو را اخلي او شني یې. دغه شننه او سپړنه د ټولنې له وګړو او هغو خلکو سره چې غواړي د یوې سیمې د خلکو پر کولتوري ارزښت پوه شي، مرسته کوي، نو کولتوري ژبپوهنه ددغه ارزښت د سپړنې او شننې لپاره خپلې چارې ترسره کوي.

دلته به د نوروز نمانځنه راوړوو، د نوروز نمانځنه د ختیځ فرهنګ یو دود دی، دغه دود په بېلابېلو ټولنو کې نمانځل کېږي، په ټوله کې موخه ترې د نوی کال د پیل نمانځل دي، په افغانستان کې دغه دود په بخدي کې له یما پاچا را پیل شوی دی، یو روایات دا دی چې د کال په ړومبۍ ورځ به په شنو جلګو او غرونو رغونو کې خلکو مېلې کولې، ډلې ډلې به له استوګنځایونو د مېلو لپاره ووتل او د نوي کال  سمسورتیا به یې نمانځله، دعا به یې کوله چې دغه کال دې د ښېرازۍ کال وي، وروسته وروسته پکې د زیارتونو تودول، د کورونو ښکلي کول، پاکول او اوه ډوله تازې مېوې برابرول را منځته شول.

اوس هم دغه دود په افغاني ټولنه کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي، دوی د غنمو له شیرې نه د سمنک په نوم یو ډول خواړه د مېلو په ترڅ کې برابروي، د نوروز د نمانځنې په پار بیدیاوو او سمسورو غرونو رغونو ته وځي، زیارتونو ته ځي، نوې جنډې پرې لکوي، د مزار د سخي صاحب جنډه خو هر کال د کال په همدې نوې ورځ په حکومتي کچه د شانداور مراسمو په ترڅ کې پورته کېږي، له هرې خوا یې لیدو ته خلک ور مات وي.

په نوروز پورې تړلي دودونه په هره ټولنه کې د ټولنې د وګړو ذهنیت او تفکر څرګندوي. په دې کې ځینې رواجونه او دودونه شته چې هغه د خلکو تعبیر او ذهنیت راښیي.

بېلګه یې سپین اوړه دي، په تاجکستان کې سپین اوړه په دې مفهوم او تعبیر کارېږي چې دا د خوشبختۍ، سوکالۍ، نېکمرغۍ او نوي ژوند پیلامه ده. نو دوی سپین اوړه د کوټو د ستنو او دېوالونو په کې غاړو کې په هغو ځایونو دوړوي چې هغه د ژوند چارې برابرې کړي. ستن تکیه او ژوند دی چې پر بنسټ یې کوټه ولاړه ده، نو دوی  کوټه سوکالي او نېکمرغه ژوند بولي، سپین اوړه د دوی په کولتور کې ځکه کارول کېږي یا دوړول کېږي چې دغه ستن یا دغه ځایونه چې هغه د انسان د سوکالۍ لپاره دي، باید وغوړېږي. دلته غواړم چې د سکالو د لا روښانولو لپاره د داسې کولتوري مېلو د نمانځنې په باب د تاجکستان د خلکو تفکر له (د نوروز سپینې جامې) له یونلیکه را واخلم:

((… یوه عمر خوړلې ښځه چې پړکېدلې تاجګۍ برګې جامې یې پر تن دی، لوی دېګ ته ولاړه ده، تېغ وهلي غنم یې پکې اچولي او په بېلچه یې لړي، شاوخوا ترې برګ برګ ښویه کمیسونه پر تن، تنکی ونکی تکې سپینې بتې اوړي را اوړي، میده میده ناڅي. عمر خوړلې ښځه چې یو غاښ یې هم په خوله کې نشته، دېګ لړي او د سمنک پخولو کیسه کوي:

زه دا دی د نوی کلونو یم، وړه جنۍ وم چې نورزو کې به مې نیا غنم خېشته کړل، بیا به یې په یوه لوښي کې واچول، څو ورځې وروسته به غنمو تېغ وواهه، بیا به یې ګېډۍ ګېډۍ تېغ وهلي غنم را واخستل، په دېګ کې به یې واچول، پرېمانه لرګي به یې دېګ پسې کړل، لویه بېلچه به یې را اخستې وه، دېګ به یې لاړه، شاوخوا ته به یې زما مور او د چم ګاونډ جنکیو چمبه په لاس سندرې ویلې او میده میده به ترې په نڅا نڅا تاوېدلې، نوروزۍ سندرې به یې ویلې، هر کال به چې نوروز را دبره شو، نو په شاوخوا کې به د سمنک پخولو دېګونه باندې وو، په دېګ پسې به پرېمانه لرګي ایښي وو، دېګ به دومره پوخ شو چې د غنمو شیره به سره ټینګه شوه، بیا به یې نوروزۍ سندرې په خوله، هر چا ته په کاسه کې سمنک اچاوه، یو بېل خوند او کیف یې لاره، اوس چې هر کال د نوروز د راتګ غږ شي، نو لس پنځلس ورځې خلک د کورونو په څنډولو او سمنک پخولو تېروي، دا دی زه اوس د خپلې نیا پر ځای ولاړه یم. د تاجکستان خلک او ولسمشر یې ډېر بیداره دی، دغه دود یې نن د نړۍ تر بریده ورساوه.

موږ ته به مشرانو کیسه کوله چې ۳۶۵ورخې وروسته چې لمر ډېر روښانه او ځلنده راښکاره شو، نو د وخت پاچا جمشېد د نوروز په نامه ونوماوه. دوی به دا هم ویل چې په دې ورځ د شپې او ورځې تر منځ برابري او اعتدلال رامنځته کېږي. شپه او ورځ سره برابرېږي. د ځمکې او اسمان تر منځ هم د یووالي غږ کېږي.

په دې حساب د نوروز جشن د پاکۍ، برابرۍ او یووالي جشن دی.

د تلويزيون پر پرده د سپینو شګوفو او مرغیو شور انځورېده، په هر ځای کې د نوروز مېلې جوړې وې، د تاجکستان په بدخشان کې د نوروز مېلو خپرونه داسې وه چې:

جنکو سپینې جامې اغوستې وې، زړو ښځو به تنکیو جنګو ته پر ولي سپین وړه دوړول او دعاوې به یې ور ته کولې، دوی سپین رنګ د نوی ژوند پيل باله. فضا او هوا د سپین رنګ په ټال زنګېدله.)) (ازمون، لعل پاچا، د نوروز سپینې جامې، ۱۴۱م)

همدارنګه پر رنګونو کولتوري اغېز وینو، رنګونه هم ځانته ژبنی ارزښت دی، د هر رنګ ژبه بېله ده، پر دغه ژبه پر نورو اغېزو سربېره کولتوري اغېز هم جوت دی، بېلګه یې (سرې جامې) ورکولی شو. د پرنګي تر واک لاندې پښتني سیمو کې هغه کس چې له جېله به د تېښتې پر مهال ونیول شو، نو هغه ته به یې سرې جامې ور اغوستې، سرې جامې له زندانه د تښتېدلي سړي نښه وه. خان شهید (عبدالصمد خان اڅکزی) په خپل کتاب (زما ژوند) کې لیکي چې دی کله د مچ په جېل کې و، نو هلته د امیرجان په نامه یو سړی له دوی سره بندي وو، ده ته یې سرې جامې اغوستې وې، دی له جېله تښتېدلی و، امیرجان د بخت نامې په نامه یوې جنۍ باندې زړه بایللی و، د هغه د تښتولو په تور نیول شوی و. دده په ونیا هغه مهال په مچ جېل کې دا دود و چې له جېله تښتېدلي بندي ته به یې سرې جامې اغوستې. سرې جامې دلته د یو  داسې دودیز سېمبول په توګه کارېږي چې مفهوم یې له جېله د تښتېدلي دی، خو تر څنګ یې سور رنګ د خطرناک او د پام وړ په مفهوم هم کارېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب