پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهنړیوال جام: افغانستان په۱۲۵ منډو یوګنډا ته ماته ورکړه

نړیوال جام: افغانستان په۱۲۵ منډو یوګنډا ته ماته ورکړه

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) افغانستان د کرکټ په نړیوال شل اوره جام کې خپله لومړۍ مسابقه په لوی توپیر وګټله.

د یوګنډا په وړاندې د افغانستان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۵ ویکټو په تاوان یې ۱۸۳ منډې وکړې.

رحمان الله ګوربز په ۴۵ توپونو ۷۶، ابراهیم ځدراڼ په ۴۶ توپونو ۷۰ منډې وکړې.

د افغانستان د ۱۸۴ منډو د هدف په وړاندې د یوګنډا لوبډلې یوازې ۵۸ منډې وکړای شوې.

په توپ اچونه یا بولینګ کې فضل حق فاروقي خورا ښه لوبه وکړه. ده د یوګنډا ۵ مهم لوبغاړي وسوځول. له همدې کبله د مسابقې غوره لوبغاړی ونومول شو او ګوربز بیا د اغیزمن لوبغاړي جایزه وګټله.

فاروقي نه یوازې ۵ لوبغاړي وسوځول بلکې تر ټولو لږې منډې یې هم ورکړې. ده په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې. نوین الحق او راشد خان هم هر یوه دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...