لیکوال: د- ع.ن
مورخ ۲۸/۱/۲۰۲۳
د مخکني نظام له سقوط نه وروسته، کله چې یو وارې بیا د افغانستان په تاریخ کې د ټوپک په زور د قدرت واګو تر لاسه کولو کیسه تکرار شوه (سره له دې چې د دغې پیښې ترشا لا هم ډیرې خبرې بربنډې شوې ندي او خورا ډیر شکمنې او له تردید نه ډکې خبرې کیږي او مختلف اړخونه د دې تحول پړه پر یو بل اچوي)، خو په ظاهره کې نړیوالې ټولنې/ نړیوالو سازمانونو او بهرنيو هیوادونو، په متفقه توګه د دې کار په مقابل کې خپله نارضایتي وښودله او تر دې دمه، نړیوال سازمانونه، د مختلفو هیوادونو چارواکي او دیپلوماتیکې څیرې همدا وایي چې له موجوده چارواکو سره باید سیاسي تعامل وشي او افغانان باید خپلو منځو کې د یو بین الافغاني ډیالوګ لپاره لاره هواره او سیاسي هوکړې ته زمینه برابره کړي.
هو، د افغانستان تیر څلویښت کلن ناورین او ورسره مل، د افغان اولس دردونه اوکړاونه دا په ګوته کوي چې د افغانستان د کشالې حل د زور زیاتي او نظامي تګلارو له طریقه ناشونی دی؛ کله چې روسانو په ۱۳۵۸ کال کې پر افغانستان تجاوز وکاوه، حتا د نړۍ د سترو قدرتونو مشران او په سیاسي او نظامي چارو کې ډیر مجرب کارپوهان اوڅیړونکو داسې انګیرله چې د افغانستان نه د روسي ځواکونو بیرته وتل ناشوني دي، خو د دې تجاوز پایلې موږ ولیدلې. همداشان د نړۍ د۴۷ستروهیوادنو شل کلن نظامي شتون په افغانستان کې او بیا د دوی وتل/ تېښته چې د شپې په تیارو کې ترسره شوه، یو وارې بیا د دې خبرې پخلی وکاوه چې د افغانستان د کشالې حل د زور له طریقه، ناشونی کار او ناکامه پالیسي ده.
همداشان د افغانستان تیر۴۷کلن تاریخ دا خبره هم جوته کړې چې داخلي رهبران هم نشي کولای د زور او تشدد نه په استفادې سره، د چارو واګي په خپلو موټو کې وساتي؛ کله چې شهید سردار محمد دواد خان قدرت ته ورسیده، په تدریجي شکل د نورو سیاسي کړیو د حذفولوپروسه شروع شوه، ترڅو د سیاسي ګوندونو له جملې څخه د خلق اوپرچم ګوندونو د داود خان د سیاست په مقابل کې نظامي غبرګون وښوده او د ثور د ۷ نیټې نظامي کودتا یې ترسره کړه، خو نوي کودتاچیان هم په همدې مسیر ولاړل و ډیرژر یې د خپلو سیاسي مخالفینوپه وژلو او له صحنې نه د رټلوسیاست ته زور ورکړ.
بالاخره همدا مخالفین، په یو لوی نظامي قوت بدل او په افغانستان کې داسې خونړي جنګونه پیل شول، چې د دنیا د سترو زبرځواکونو د ښکیلتیا زمینه هم پکې برابره شوه؛ د همدې جنګونو په بهیر کې د خارجي هیوادنو د اتباعو په شمول په میلونونه انسان ووژل شول او افغانستان اساسي زیربناوې دړې وړې شوې. خو د افغانستان په اصطلاح سیاسي رهبرانو له دغو نا خوالو او بربادیو نه پند وانه خیسته او چې کله جهادي تنظیمونه قدرت ته ورسیدل، یو وارې بیا داخلي نانندریو زور واخېسته او د قدرت اوڅوکۍ د تر لاسه کولو په خاطر د یوبل د حذفلو او ختمولوسیاست جاري وساتل شو، دې پروسې د موقتې ادارې تر جوړیدو دوام ومونده او هیڅ سیاسي ډلې دا لازمه ونه ګڼله ترڅو بین الافغاني تفاهم ته لاره برابره، نورې مخالفې ډلې ځان سره په قدرت کې شریکې او د یو بل د ختمولو سیاست ته د پای ټکی کیږدي.
د ډیرو مجربو داخلي او نړیوالو کارپوهانو انګیرنه اوتحلیل دا دی چې د بون په غوڼده کې باید طالب مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوې وای، دې کار د نظامي مخالفت فرصت حد اقل ته را ټیټولای شو، اما دا کار ترسره نشو، دا چې د دې ترشا کوم سیاستونه وو، دا یو جلا بحث دی، اما واضح حقیقت دا دی چې همدا تیروتنه د دې سبب شوه ترڅو په افغانستان کې یو وارې بیا نظامی حرکتونه زور واخلي، تر دې پورې چې پدې هیواد کې یو وارې بیا د زور له لارې یو بل نظام هم له سقوط سره مخامخ شو. کله چې اوس د تیر نظام د سقوط او د را روان بحران لاملونه ارزیابي کوو، ګورو چې د پورته ذکر شوي مطلب نه بغیر، د افغانستان او ځيني بهرني هیوادنو د سیاسي او نظامي مشرتابه ټینګار پدې اړه چې د افغانستان کشاله باید له له نظامي لارې حل شي، په نظام کې د ننه د قدرت پر سر د سیاسي کړیو ترمنځ ژور اختلافات، د سیاسي لیډرشیپ ځان غوښتنه، د یو بل د حذفولوسیاست ته ژمنتیا او دې ته ورته نور عوامل د دې سبب شوي چې د سترګو په رپ کې دشلو کلو هلې ځلې له صفر سره ضرب او افغانان یو وارې بیا د نیستۍ پر ټغر کېني.
پدې اساس د نړۍ هیوادنو، نړیوالو سازمانونو او دیپلوماتیکو کړیو اوسنۍ پالیسي او سیاست د پام وړ مثبت جهتونه لري؛ که څه هم دا لاره اوږده ده او وخت به ونیسي، اما دا چې نړیوال بالاخره دې نتیجې ته ورسیدل چې د افغانستان کشاله نظامي حل لاره نلري، زما په اند د بهرنیو هیوادنو په سیاست کې دا یو لوی مثبت بدلون او د افغانانو لپاره ښه زیری دی. اوس ټوله خبره د افغانستان په اصطلاح سیاسي ډلو پر محور څرخي؛ حاکمه ډله او نور ټول سیاسي جهتونه (د پخواني نظام د سیاسي ډلو په شمول) باید داسې تګلاره خپله کړي چې په نتیجه کې یو پراخ بین الافغاني ډیالوګ ته زمینه برابره شي اوټولې ډلې د دې بین الافغانی ډیالوګ نتایجو ته ژمن پاتې شي او ورباندې عمل وکړي، دا د حل لاره ده – په دې توګه موږ کولای شو پر معیارونو او ارزښتونو ولاړ او د ټولو افغانانو لپاره د قبول وړ حکومتي نظام جوړ کړو، په بل صورت کې که افغانان او خصوصا هغه کړۍ چې ځان ته د افغانستان سیاسي قشر وایي، له دې مثبت بدلون او سیاسي اجماع نه چې په نړیوال سیاست کې را منځته شوی، استفاده ونه کړي او یو وارې بیا تیرې څلویښت کلنې تیروتنې تکرارکړي او ډیالوګ او سیاسي تفاهم پر ځای د مخالفیونو فزیکي حذف اونابودۍ ته ملا وتړي، نه به مو خدای وبخښي او نه د افغانستان تاریخ!
د افغانانو د کلونو راهسی ناروغی یوه داسی مزمنه او ښکاره ناروغي ده چی نور هیڅ نوی تشخیص او دلابراتوار ازموینو ته اړتیا نه لری.
خو تر ټولو لویه ستونزه داده چی دا ناروغان دی ته ندی حاضر چی خپلی ناروغۍ ته اندیښنه وښايی او د تداوۍ لپاره يی موثری لاری غوره کړی.
تر ټولو حیرانونکې او داندیښني خبره خو لاداده چی ددې په ځای چی دا ناروغان د خپلی ناروغۍ درمنلنه وکړي دوۍ خپل غیر نورمال او داندیښني وړ حالت د الهي پیرزوینه او د خپلو معجزو یوه لویه برخه بولي.
هغه متل دی چی وايی:
دیوانه پدوۍ خندل او دوۍ په دیوانه.
ديوانه ته په پښتو کي ليونی وايي
لوګی جانه ستا خبره بیخي په ځای ده چی دیوانه ته په پښتو کې لیونې وايی.
دا زما وینا نده بلکه د یو چا د شعر یو بیت می لیکلی چی ځنی خلک يی د یو متل په ډول هم کاره ويی.
پوره باوری نه یم چی د رحمن بابا او یا بل چا شعر دی چی وايی:
زه ودغه جاهلانو ته حیران یم
دیوانه پدوۍ خندل او دوۍ په دیوانه
بیا هم ډیره مننه
ښاغلي دردمن افغان چاري مو ښي،
خوابدي مه شي. زموږ په اندړو کي يو متل ده وايي: ليوني ده خندل ده ايوني پوري نو ما په د کونتکس کي دا ياونه وکړه چي په پښتو کي ديوانه ته ليونی وايي پاته شو دا ستاسو شعر زما د ادعاپه هکله ما دا شعر نه دی اوريدلي چي تاسو ليکلي زه اوس ستاسو په مقصد شوم.
خو په سر ددي هم بښنه غواړم ما دا متل بايد له خپلي ادعا سره مل کړی وای
جناب دردمن صاحب مننه له نظر نه مو، که چیرې تاسې زما یوه مخکنۍ لیکنه وگوری چې هغه هم د تاند په ویپ پانه کی نشر د « » تر سرلیک خپره شوې، ولولی، کټ مټ د همدې موضوع په اړه ده، چې تاسې ورته اشاره کړې؛ زما باور دا دی چې د دی ناروغۍ چی زه ورته همیشه «ویروس بي» وایم، علاج ونکړو، بیا نو له دې هیواد سره خدای په اماني پکار ده، هر پر وطن دردیدلی چی له هر لیاری کولی شي باید د دې ناروغی په مقابل کې ودریږي؛ خلک پدی پوه کړي چې دا کردار د نارغوانو کردار او کړنې دي، زه لگیا یم همدا کار کوم.
یو وارې بیا مننه.
د قدر وړ د.ع.ن صیب زمونږ سلامونه او نیکی هیلی ومنۍ.
ستاسو د لیکلو سره سل په سله همغږی یو او ډیرو مهمو ټکو ته مو په خپلي لیکنه کې اشاره کړی چی تر ټولو مهمه يی د نړیوالو په تګ لاره کې هغه مثبت تغیر لیدل کیږی چی په اوسنی شرایطو کی د جنګی ډلو ټپلو د نه پیاوړتیا ژمنه ده.
زما د لیکنې خلاصه مطلب دادی چی د وخت حاکمانو او زور واکانو هیڅکله د افغانستان او ولس د ښیرازۍ لپاره دداسی فرصتونو نه کومه مثبته ګټه نده پورته کړی او اوس هم کومی مثبتی نښی نښانې نه لیدل کیږی.
بلی خوا زمونږ عام ولس هغه پوه او سیاسی شعور نه لری چی ددې ډول ناخوالو څخه د ولس او هیواد ژغورلو لپاره غوره او اغیزمنی لاری خپلی کړی.
بلکه همبشه د مذهب ټیکه دارانو، سیاسی مداریانو او نورو متعصبو خاینانو په یوه او بله پلمه تیریستلی او د خپلو شومو موخو لپاره يی استعمال کړی دی.
د مثال په ډول د یو اور د وژلو لپاره د ځینو مهمو شیانو د نه موجودیت رامنځ ته کول د اور د وژلو سبب کیدلی شی . چی دری شیان يی ډیر مهم ګڼل کیږی چی ، تودخه ، تیل ( هر هغه شی چی اور تازه کوی) او د اکسیجن نه موجودیت د اور په وژلو کی مرسته کوی په بل صورت کی مخنیوی يی نشی کیدلی.
همدا راز د افغانستان د پرله پسی غمیزو د پای ته رسولو لپاره داسی نښی نښانی نه لیدل کیږی چی په نږدی راتلونکی کې به هیواد او ولس د ارامۍ او خوښۍ ساه واخلی. بلکه همدا اوس په رډو رډو ګورو چی اوسني حاکمان د نورو غمیزو او بحرانونو د راپیداکولو لپاره هغه ټول شرایط اماده کوی چی د یوی بلی غمیزی او ناورین غمازی کوی.
مننه