شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د بلخ عیاران برج

د بلخ عیاران برج

عیاران یا د (ای یاران) برج، چې مخینه یې لومړۍ مېلادي پېړۍ ته رسېږي، د هېواد یو له تاریخي ځایونو څخه دی، چې د کوشاني دورې څخه راپاتې دی.

د بلخ ولایت او د نوبهار دروازې ته په رسېدلو، چپ لور ته دا برج لیدل کېږي.


دا مدوره/ ګرد برج له پخو خښتو جوړ او اته کړکۍ/ چشم انداز د ښار څخه د ساتلو لپاره جوړ شوي دي او تاریخي مخینه یې د «کوشانیانو» او «یعقوب لېث صفاري» وخت ته رسېږي.

عیاران څوک وو؟

عیاران د خراسان یوې هوښیارې ډلګۍ خلکو ته ویل کېدل او ځانګړي آداب او دودونه یې لرل. د دې خلکو شمېر د بني عباس په دوره کې زیات و او اوس یې لږ شمېر په بېلابېلو نومونو په بېلابېلو سیمو کې پېژندل کوي.

د عیارانو په اړه په تاریخي څېړنه کې راغلي، چې عیارانو ځانګړي اخلاقي او مبارزاتي اصول ټاکلي وو او له بېوزله وګړو سره مرسته یې خپله دنده ګرځولې وه. په بل عبارت، عیاران هغه ډله وه، چې د ځوانمردۍ، سخاوت او د کمزوري سره د مرستې پلوي ول، او د ظالمو خلکو په پېژندلو یې، حاکم قانون ته له پاملرنې پرته په سزا رسول او مالونه یې به یې هم د خلکو ترمنځ وېشل.

اروپايي لرغون‌پېژندونکي، وېچلوف، د عیاران برج داسې تعریفوي:

“عیاران برج، اته ضلعي ودانۍ ده، چې د میدان پورتنی قطر یې ۱۶آرشين (د اندازه کولو واحد، چې د څنګلې یا لوېشت) مانا لري. د برج پورتنی میدان کړکۍ او دیوالونو احاطه کړی دی.”

د برج دننه، بل اته ضلعې دیوال جوړ شوی، چې اته لارې لري. د برج مرکزي برخه د حکاکي شوي چت سره پوښل شوې ده. د دې برج څخه د ټول ښار ننداره کولای شو، ځکه د برج انحنا د ښار د آبادۍ په لور جوړه شوې ده.”

د عیاران برج د افغانستان وروستیو جګړو له امله ډېر زیان لیدلی دی. د جنګ له امله زیانونه د طبیعي پېښو په څېر، چې په پخوانیو پېړیو کې ورسېدلي، پرې اضافه او د یوې برخې د ویجاړېدلو لامل شوی.

وروستی ځل چې د عیاران برج په اساسي ډول ورغول شو، د تیموریانو دوره وه. اوسنی برج د ۲۰۰ کاله پخوا پورې اړوند دی، خو په هماغه لرغوني موقعیت، د ابو مسلم خراساني د دورې آثار کې موندل شوی. له ترسره شویو رغنیزو چارو سره، په ۱۳۸۵ ه.ش کې د برج منځنۍ ګنبده بېرته جوړه شوه.

د عیاران نوم اېښودلو لامل

پوهنمل سلطان محمد انصاري «د بلخ جغرافیايي او تاریخي ځانګړتیاوو» په کتاب کې د برج د وجې تسمیه په اړه لیکلي، چې ابومسلم خراساني د علي بن ابي طالب جسد له نجف ایستلی، خراسان او بیا یې بلخ ته راووړ، جسد یې د لنډ وخت لپاره په دې ځای «عیارانو برج کې» ساتلی او وروسته د بلخ مرکز او مزار شریف چې د هغه آرامګاه پورې اړوند دی، انتقال او خاورو ته وسپاره. له همدې امله دغه ځای ته عیاران (ځوانمردان) ویل کېږي.

ژباړه او راټولونه: نسیمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب