چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+افغانستان د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو مفسدینو په لومه کی

افغانستان د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو مفسدینو په لومه کی

عبدالباری عارض

دوهمه برخه:

جمهوریت:

سردار محمد داود د سردار محمد عزیز خان زوی چی د محمد ظاهرشاه د اکا (تره) زوی و په شاهی نظام کی یی د سلطنتی کورنۍ د غړی په حیث لوړی چوکۍ او مهمی دندی تر صدارت مقام پوری ترسره کړی وی محمد داود یو فعال، وطن دوست او تحول غوښتونکی کس و د هیواد او ولس سره یی لیونۍ مینه لرل او د شاهی نظام څخه ناخوښ و ځکه یی د نظام د ړنګیدو هڅه وکړه او د جمهوریت د موسس په نوم یی تبارز وکړ سردار محمد داود تر ټولو وړاندی د کابل او هیواد لپاره انکشافی (پراختیایی ) لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه طرحه او جوړ کړل چی حتی اوسنی حاکمیتونه د هغه د پلانونو پاتی برخی تطبیق کوی (په شمال کی د خوش تیپی کانال یی بیلګه ده) مهمه لا داوه چی داود خان هڅه وکړه د کودتاه په جریان کی خونریزی ونسی د کودتا پر وخت شاه په غیر رسمی سفر ایتالیا ته تللی و او کورنۍ هم پسله کودتاه تبعید او ایتالیا ته ور ولیږل همدا سبب و چی کودتا په سپین نوم یاد سول یعنی سپینه کودتاه.

خو له بده مرغه هغه ډله چی دده سره یی د شاهی نظام په ړنګیدو کی مرسته کړی وه کمونست پلوه او ځنی افراد یی د روسانو په جاسوسی او غلامی تورن وه.

 که څه هم د جمهوریت راتګ یو مثبت انکشاف و خو د روسانو مداخلی یا لاسوهنی ته دروازه پرانیستل سول او د بی طرفۍ سیاست ټکنې سو هغه سیاست چی په تیرو د هیواد اساسی کړنلاره او د امن او ثبات عامل و.

د خلګو د دموکراتیک ګوند د پرچم څانګی ډیر کدرونه د دولت په لوړو مقاماتو کی ځای پیدا کړ چی دا کدرونه اکثرا د شوروی اتحاد د استخباراتی شبکی (کی جی. بی) سره همکار وه او د سوسیالزم او انترناسیونالیزم تر نامه لاندی یی د دوستی په نامه روسی استعمار ته د لاسوهنی لاره پرانیسته او د داود خان د حکومت د بدنامی او سقوط شرایط یی مهیا کړل، د څو کالو په تیریدو داود خان متوجه سو چی د روسانو د لاسوهنی کچه لوړه سوه یو دم یی د یو عاجل اقدام په ترڅ کی د روسانو د دوستۍ څخه په شا سو دا هغه وخت و چی روسانو مطلب احساس کړ هڅه یی وکړه د خلق د دموکراتیک ګوند دوی جلا سوی څانګی چی خلق او پرچم نومول سوی وه سره متحد کړی او د داود خان په وړاندی یی وکاروی.

دا هغه وخت و چی کرار کرار پر امن افغانستان د ناامنی توری وریځی پر خپریدو سوی لمړنی کرغیړن جنایت د شوروی اتحاد د استخباراتی شبکی( کی جی بی)  له لوری د هغوی د افغانی جاسوسانو په وسیله تر سره سو هغه دا چی محمدهاشم میوندوال د مترقی دموکرات جمعیت مشر او مخکنی صدراعظم د کودتا په تور ونیول سو د کورنیو چارو په وزارت کی د روسی جاسوسانو لکه صمد ازهر، عبدالله همکار او ددوی دګروپ لخوا چی د پولیسو افسران وه پسله دیارلس ورځو بیرحمانه شکنجو څخه ووژل سو دا اولین وار و چی په افغانستان کی د یو بیګناه انسان وینه جاری سوه او هغه وینه ده چی دا نیمه پیړۍ کیږی لا جاری ده. انا لله و انا الیه راجعون.

نفرین پر روسانو او دهغو پر افغانی مزدورانو.

د میوندوال سره یو تعداد افسران او ملی سوداګر هم ووژل سول.

نور نو داودخان د روس په وړاندی حوصله ختمه سوه له بلی خوا د خلق او پرچم رقیب اړخونه چی د دواړو نهایی موخی او اهداف سوسیالیستی ټولنه جوړل وه د روسانو په هڅه او هاند سره یو ځای سوه او اراده یی وکړه چی نوی جوړ سوی جمهوریت وننګوی او د سوسیالیزم تر عنوان لاندی انترناسیونال ته چی مشری یی روسانو کوله لاره خلاصه کړی چی هم د ناټو په وړاندی ستر ګام واخلی اوهم روسان تودو اوبو یعنی دهند بحر ته لار ومومی او له بله اړخه خلقی واکمنی بنیادی کړی دا هغه وخت و چی د خلق ګوند خپلی سیاسی پوخوالی ته نه ورسیدلی او په لمن کی مهم، پوه او ملی عناصر نه وه روزلی. له همدی کبله دوی یوازی د مارکس، انګلس او لینن پر افراطی شعارونو او نظریاتو اتكا وکړه بیله دی چی د افغانی سنتی ټولنی دین پروره محتویات په نظر کی ونیسی او بیله دی چی د افغانستان تولیدی کمزوری مناسبات او اقتصادی ضعف ته پام وکړی د احساساتو له مخی یی تنده لار غوره کړه

سردار محمد داود ناوخته پوه سو چی روسانو د پرچم جناح په وجود کی په حکومتی اډانه کی لاس وهنه پیل کړیده او د افغانستان د عمرونو د بیطرفۍ سیاست ننګیدلی دی او له بله اړخه د خلق او پرچم دواړه اړخونه د روسانو په مرسته د اتحاد په درشل کی دی چی شاید پایلی یی د جمهوریت لپاره خطر زیږونکی وی ځکه یی امر وکړ چی د دواړ اړخونه مشران زندان ته واچول سی او ګوند یی غیر قانونی اعلان سی کله چی د داود خان امر عملی سو حفیظ الله امین چی د خلق د جناح دوهم شخص. او په پوځ کی پراخ نفوذ لرلی له زندانه د ګوند پوځی اړخ ته د انقلاب امر وکړ  چی چی په پایله کی یی د اردو ټانکونه او طیاری د داود د جمهوریت د ړنګیدو په موخه را ووتل دولتی تاسیسات یی اشغال او پر ارګ یی حمله وکړه  سردار محمد داود د ټول کورنی سره د یو بلی خونړۍ کودتا په ترځ کی ووژل سو د ګوند مشران له زندان څخه را ووتل جمهوری نظام ړنګ او د خلګو دموکراتیک ګوند د روسی استعمار په مرسته ۷ ثور کال ۱۳۵۷ د هیواد واګی په لاس کی واخیستی  او د سوسیالیزم تر عنوان لاندی یی قتل عام پیل کړ او اسلام په سپکاوی یی لاس پوری کړ.

افغانستان د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو مفسدینو په لومه کی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب