دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونه« جنرال مبین»: کاشکې د جمهوريت سقوط نه مخکې مړ وای، هر...

« جنرال مبین»: کاشکې د جمهوريت سقوط نه مخکې مړ وای، هر چا به تجربې نه را باندې کولې

تاند:(يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ ‏د طالبانو مشهور مطبوعاتي مبلغ مبین چې په ټولنیزو رسنیو کې په«جنرال مبین» مشهور دی، په کندهار کې د بندي کيدو له خبرونو وروسته کور ته د رسیدو خبر ورکړی.

نوموړي بې له دې چې په کندهار کې د بندې کېدو ته اشاره وکړي، لیکلي، کاشکي د طالبانو له بریالیتوب مخکې  مړ شوی وای څو هر چا خپلې تجربې نه وای پرې کړي.

مبين نه دي ويلي چې په کندهار کې څه ورپېښ شوي، خو وايي، خپلې مور  او ټول ملت ته د ډېرو پوښتنو ځوابونه نه لري.

هغه په ورته وخت کې، پر هغو کسانو نیوکه کړې چې په کندهار کې ېې د نوموړي د وژل کیدو اوازه خپره کړې وه.

طالبانو هم د نوموړي د نیولو يا جزايي کیدو په اړه څه نه دي ويلي.

مبين څه موده مخکې کندهار ته تللی و او د کندهار ځينو چارواکو سره په عمومي غونډو کې لیدل شوی و.

4 COMMENTS

  1. د جنرال مبین او ۳۰ میلونو افغانانو احساسات او روحیات او څرګندونی دقیقاً سره ورته دی البته پدی توپیر چی ۳۰ میلونو افغانانو په هیڅ تاریخی _ اجتماعی پړاۇ کی د ځان د مرګ هیله نه ده کړی او د هری وړوکی او ستری ستونزی په وړاندی ئی مقاومت کړیدی (که څه هم وولس جنرال مبین او جنرال مبین وولس غوندی ګَنس او ګیچ دی).

  2. په مونږ د طالب په نوم پنجاب حکومت کوي او هر څوک چې د پنجاب په ضد څه وايي هغه به یا وژل کیږي او یا بندي کیږي خو بدبختانه چې دا هر څه د پنجاب غلامو جاهلو او بې علمه ملایانو په لاس کیږي. مګر دا شیان د افغان ملت په ګټه دي ځکه دا ویده او بیشعوره ملت څه د بیوسئ له امله او یو څه د بیغیرتۍ له امله څه نشي کولی امکان لري دا نادودې یې ضمیر راژوندی کړي او اواز اوچت کړي. مګر زمونږ هغه شنه خره د پنجاب غلام ملا هیڅکله د ځان نه هم دا پوښتنه نه کوي چې پر ما پنجاب هر څه کوي او هغوی خپله ولې خپل د انګریز قانون ته تابع دي، هیرامډي لري دوه نران پکې ودونه کوي لاکن ماته د ښځې تعلیم نارواح بولي د بیان ازادۍ ته مې نه پریږدي؟ هی ملا دا دور خو تلونکی دی بیا به څه کوې؟

  3. د مبین صیب پاک احساسات او غیرت د احترام وړ دی خو زما پیغام ورته صرف همدا دی چه:
    د پایمالې ارزو رنګ دې تلو واخست. تاته چا ویل چه په تورو سکرو پښې ږده.
    ما درته ویل منل دې نه کړه. آزار ګټلیه اوس وهه د چول مزلونه

  4. مبین له اوبو رسیدو مخکې مورې کاژلی وېې اوس پوه شو چی ملا هیبت نه بلکه ملا خینزیر دې ای اس ای کس ده او افغان ملت یې یرغمل نیولی ده مګر دا ملت خودکش او بیګانه پرسته به همداسی ذلیل وې تر څو یو موټی نشې او دې ای اس ای دا لاسپوسې له وطن څخه ورک نکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب