یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهصالح: شیخ نديم دې ووايي چې اسلام اباد کې څه کوي

صالح: شیخ نديم دې ووايي چې اسلام اباد کې څه کوي

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ ‏د پرزول شوي جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح د طالبانو د لوړو زده کړو وزير شېخ ندا محمد ندیم تورن کړی، چې له څو ورځو راهيسې اسلام اباد کې دی او کورنۍ ېې هم هغلته ژوند او زده کړې کوي.

صالح په یوه ټویټ کې لیکلي، چې که داسې نه وي شېخ نديم دې ووايي چې د‌ روانې جنورۍ مياشتې له شپږ ويشتمې تر اوسه په اسلام اباد کې څه کوي؟

د هغه په وینا، ندیم ولې هلته له خپل موجوديت څخه شرميږي، آيا د کوټې شورا د یوه غړي په توګه چلند ورسره کېږي؟

شېخ نديم د امرالله صالح ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

نوموړی له څو ورځو راهيسې د رسنيو پر مخ نه ليدل کيږي او د وزارت په فعالیتونو او غونډو کې ېې نه تر سترګو کيږي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخیل ويلي ووژ چې شېخ نديم د ملا هبت الله اخندزاده د خور خاوند او له همدې امله له ډېرو با صلاحيته طالب چارواکو څخه دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب