شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهملا برادر د نورستان د لویې لارې د سړک د سروې او...

ملا برادر د نورستان د لویې لارې د سړک د سروې او نقشې د چمتو کولو امر کړی

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ ‏د نورستان لپاره د طالبانو ولایتي اداره وايي، چې د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ټولګټو وزارت ته د نورستان د لويې لارې د بشپړې سروې د ترسره کولو او نهايي نقشې د جوړولو لارښوونه کړې.

سرچینه زیاتوي:« ملا برادر اخوند سره د نورستان د والي حافظ محمد اغا حکیم ناستې ته د کانونو وزیر مولوي شهاب الدین دلاور او د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم د ياد ولايت د سرکونو او کانونو پر قرارداد ، د خبرو په موخه ورغوښتل شوي و.»

د نورستان ولايت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د نورستان د سړکونو او په تېره بیا د دې ولایت مرکز ته د غزېدلې لويې لارې پر اساسي رغونې مفصل بحث وشو.

خبرپاڼه زیاتوي:« د کانونو د قرارداد پر مټ د نورستان ولایت د سړکونو د رغونې په موخه ځانګړې شوې ناسته چې نن ترسره شوه، په کې د وزیرانو ریاست اقتصادي مرستیال د کانونو وزیرته لارښوونه وکړه، ترڅو د نورستان د سرکونو د رغونې لپاره ژرترژره د کانونو قرارداد ترسره کړي.»

نوموړي همداراز د ټولګټو وزیر ته هدایت وکړ، چې د نورستان ولایت د لويې لارې د جوړولو لپاره سروې ترسره او نهايي نقشه جوړه کړي.

د ملا برادر دفتر او د طالبانو نورو ادارو د نورستان د سړکونو د جوړولو د پروژې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب